لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: ممکنه ده د داعش تسليم شوي وسله وال وبخښل شي، راپور


رويټرز د افغان چارواکو له قوله ويلي ممکنه ده په جوزجان کې د داعش تسليم شوي وسله وال باوجود د ظلمونو، جنسي تيرو او وژنو د تورونو سره وبخښل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت د تېرې شورو، چهارشنبې په ورځ ویلي ؤ د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش د دوه مشرانو مولوي حبيب الرحمان او مفتي نعمت الله په شمول د ۱۵۰ نه زيات وسله وال د افغانستان ملي اردو ته تسليم شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال رادمنېشن وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د تسليم شوؤ وسله والو او داعش په اړه ويلي ؤ، دا ډله اوس دې حقیقت ته رسیدلې چې په افغانستان کې د جګړې د پرمخ بیولو دور یې پای ته رسېدلی او مجبور دي چې د تسلمیدو لار انتخاب کړي.

د نوموړي په وېنا "د افغانستان امنیتي ځواکونو د پوځي فشارونو له امله دوی وپوهېدل چې نور په جوزجان کې کومه لاسته نه لري، دوی به یا وژل کیدل او یا به تسلمېدل نو په دې اساس دوی د دولت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي".

خو بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي درزاب دوی د داعشيانو نه پاک کړی او طالبانو درې اوونۍ وړاندې په درزاب کې د داعش پرضد پېل کړي عمليات د شورو په ورځ پای ته رسولي دي.

هغه د ۱۰۰ داعشيانو د وژلو، ۱۳۰ د نیولو دعوه کړې او په جګړه کې يې د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو او ۱۳ ژوبلېدو هم ويلي ؤ.

رويټرز ويلي د درزاب نه د داعش د ظلمونو، ښځو او جينکو بوتلو، د هغو سره د جنسي تيري او وژنو د پېښو له امله په زرګونو خلکو کډې کړې وې.

د جوزجان د والي وياند ويلي وسله وال دې ډاډ ته اړتيا لري تسليم شي او د هغې مطلب دا دی چې دوی نه محاکمه کيږي.

محمد رضا غفوري ويلي، په جوزجان کې د تسليم شوؤ داعشيانو دپاره بخښانه ده.

هغه ويلي، "دغه ډله به عدالت ته نه شي مخامخ کولی ځکه چې دوی د سولې د بهير برخه جوړ شوي دي"، او که څوک په دوی تور لګوي کولی شي چې پرضد يې ځانله عدالت ته لاړ شي.

خو د جوزجان يو بل امنيتي چارواکي جنرال فقير محمد جوزجاني رويټرز ته ویلي، د داعش وسله وال چې جرمونه يې کړي دي عدالت ته به مخامخ کیږي او هغه د دوی تسليمېدو ته د شک په سترګه ګوري.

په جوزجان کې د داعش د ظلمونو او جنسي تيرو ښکار ځينو ښځو خپلې قيصې ښکاره کړي خو ډېری داسې دي چې د دغو پېښو په اړوند غلې پاتې شوي دي او راپورونه وايي د ښځو د غلي پاتې کېدو يو علت يې د دغو پېښو سره تړلی شرم دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG