لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لوګر په ازره کې سخته جګړه روانه ده


د افغان چارواکو په وېنا د هېواد د ختيځ ولايت لوګر په مرکزي ولسوالۍ ازره کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د لوګر د ولايتي کونسل مرستيال مشر عبدالوکيل وکيل افغان رسنيو ته ويلي تېره شپه/ د ګل په شپه طالب وسله والو په چيک پوستو بريدونه کړي او سخته جګړه ورانه ده.

نوموړي په جګړه کې د لسو تنو امنیتي سرتېرو د وژلو ويلي دي.

هغه ويلي که نور امنیتي سرتيري موقعې ته ونه رسېدل نو ولسوالي به د طالبانو لاسو ته ولويږي.

په جګړه کې وسله والو طالبانو ته د اوښتو تلپاتو په اړوند کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

خو ځينې راپورونه وايي په ازره کې بهرنیو سرتېرو هوايي بمباري کړې او ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

خو ځايي چارواکو دغه خبرو نه رد کړي دي.

طالبانو هم په ازره کې د بريدونو پخلی کړی او ويلي يې دي د طالبانو لخوا سخته جګړه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG