لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایونکا ټرمپ کتاب د افغان مېرمنو لپاره ګټور دی


د ښځو د حقونو فعاله شفیقه خپلواک هیله څرګندوي چې د خپل نوي ژباړل شوي کتاب (هغه ښځې چې کار کوي) له لیارې به په افغانستان کې د عوامو رویه (چلند) بدل کړي.

د هغې ښځې چې کار کوي (ومېن هو ورک) په نامه دغه کتاب د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لور او سلاکارې ایوانکا ټرمپ لخوا په ۲۰۱۷ کال کې لیکل شوی دی.

اغلې خپلواک د ټیلیفون پر کرښه امریکا غږ اشنا ته وویل:

"ما دا کتاب ددې لپاره وژباړه چې افغان مېرمنې په ټولنه کې د رهبرۍ رول ته وهڅوم. "

ایوانکا ټرمپ ویلي، دې دا کتاب ددې لپاره لیکلی چې ښځې دې ته وهڅوي چې د خپلو ټولنو په اقتصادي ډګر کې مخکښ رول ولوبوي.

ددې کتاب په ژباړلو سره خپلواک هیله لري چې دغه پیغام به په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې میلیونونو پښتنو مېرمنو ته ورسېږي.

خو کیدای شي دا اغیز دومره زیات نه وي ځکه افغانستان د ملګروملتونو لخوا د هغه هېواد په توګه یاد شوی چې د سېواد کچه پکې ډېره ښکته ده.

د یونسکو اداره وايي، کابو ۳۱ فیصده افغانان چې عمرونه یې له ۱۵ پورته دي لوست کولای شي خو دغه شمېره د ښځو په برخه کې بیا ټیټه یعنې ۱۷ فیصده ده.

په کابل کې کتاب چاپونکي وايي، د لوستونکو مارکېټ په دې وروستیو کې زیات شوی په ځانګړي توګه د هغو کتابونو چې لیکونکي يې د لویدیځ دي او بیا پښتو او دري ژبو ته ژباړل شوي دي.

د نورو امریکايي مشرانو کتابونه چې اوس یې ژباړې په پښتو ژبه موندل کیږي هغه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د پخوانۍ نوماندې هیلري کلنټن کتابونه دي.

شفیقه خپلواک وايي، ددې دغه نوی ژباړل شوی کتاب د هغو مېرمنو لپاره غوره لارښونې او سپارښتنې لري چې کار کوي تر څو دوی ترې دا زده کړي چې د خپل کاري او کورني ژوند ترمنځ څه ډول توازه (انډول) برابر کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG