لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارزګان کې دافغان پوځ د ۴۰ سرتیرو جسدونه موندل شوي


په ارزګان کې سیمه ییزو چارواکو ویلي،دافغان سرتیرو جسدونه وروسته له هغې ترلاسه شوي چې د روانې اونۍ په پیل کې وسله والو طالبانو د چنارتو ولسوالۍ کې دملي اردو دسرتیرو په یومرکز او دوو امنیتي پوستو ډله ییزبریدونه وکړل.

دارزګان امنیتي چارواکو ویلي،هغه مهال د وسله والو په برید کې دملي اردو ځواکونو مرکز په بمونو سره الوځولی ؤ او شاوخوا ۴۰ تنه سرتیري وسله والو ته تسلیم شوي وؤ.

دارزګان دچنارتو ولسوالۍ ولسوال فیض محمد رسنیو ته ویلي،سیمې ته دتازه دمو سرتیرو له رسیدو سره د چنارتو ولسوالۍ کې دپوځ مرکز ترخپلې ولکې لاندې راوستی او دهاغو ۴۰ تنو سرتیرو جسدونه یې ترلاسه کړي چې د طالبانو لخوا په یاده سیمه کې وژل شوي وو.

ځايي ولسوال ویلي،په چنارتو ولسوالۍ کې دطالبانو لاس ته ورغلې سیمه دافغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو د بریدونو په پایله کې نیول شوې او دهمدې عملیاتو په پایله کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلې خو په وینا یې کره شمیر یې نه ده معلومه.

په ولسي جرګه کې دارزګان ولایت دخلکو استازي عبیدالله بارکزي امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي،په چنارتو ولسوالۍ کې دطالبانو او افغان سرتیرو په وروستۍ جګړه کې ۳۷ تنه دملي اردو سرتیري وژل شوي وؤ او وړمه ورځ دهغوی جسدونه هغه مهال افغان پوځ وموندل چې په یاده سیمه د ملي اردو ځواکونو خپله ولکه ټینګه کړه.

نوموړي وویل"په جنارتو ولسوالۍ کې دملي اردو یوه قرارګاه او دوه امنیتي پوستې وې د ډیرجنګ اومقاومت وروسته ۲۲ نفره یې په قرارګاه کې د اردو وژل شوي و او ۱۳ تنه نور امیتي سرتیري چې دسختې جګړې وروسته غره ته ختلي وؤ هلته یې هم جنګ کړی ؤ او بلاخیره هغوی هم وژل شوي وؤ"

بارکزی وايي ،دا مهال دارزګان ولایت ګیزاب او دهراود ولسوالیو امنیتی حالت ښه دی خو دشهید حساس ،خاص ارزګان،شوراب او چنارتو ولسوالیو امنیت دمخالفینو تر لوړتهدید لاندې دی.

نوموړی وايي،د ارزګان ولایت لپاره دامنیتي ځواکونو تشکیل چې ۴ زره تنو ته رسیږي اوس مهال ۲ زر سرتیري په کې شتون نه لري.

عبیدالله بارکزي د اندیښنې په څرګندونو سره ویلي، که په دې ولایت کې دافغان امنیتي ځواکونو تشکیل ته پاملرنه ونه شي هغه ولسوالۍ چې دلوړ تهدید لاندې دي د وسله والو مخالفینو ترواک لاندې یې د راتلو ویره شتون لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG