لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتیا:امنیتي ځواکونو سره نښته کې۲۸طالبان اؤ درې پولیس وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان پکتیا ولایت کې د امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ سخته نښته شوې چې پکې ۲۸طالبان اؤ درې پولیس وژل شوي اؤ ۱۶ نور طالبان ژوبل شوي دي.

خبري اژانس پژواک د زیارت په ورځ د پکتیا د امینه قوماندانۍ د ویاند سردار ولي تبسم له خولې ویلي چې طالبانو تیره شپه د احمدخیلو ولسوالۍ سکندر خیلو سیمه کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي.

نوموړي ویلي امنیتي ځواکونو دطالبانو دغو بریدونو ته په کلکه ځواب ویلی اؤ ۲۸ وسله وال یې وژلي دي.

نوموړي منلې چې په دغه نښته کې درې پولیس هم وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل دي.

طالبانو لا تر دې مهاله ددغو نښتو په اړوند څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې دافغان امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ د نښتو اؤ بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ دواړه خواوې په دغو نښتو کې یو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي.

افغان دولت طالبانو ته د روغې جوړې بلنه ورکړې خو طالبانو د افغان دولت د سولې وړاندیز رد کړی اؤ ویلي یې دي هغوئ به دافغان اؤ بهرنیو ځواکونو په ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړي .

خو دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني وایي چې افغان ځواکونه اوس دخپلې خاورې د ساتلو توان لري اؤ طالبانو ته به د سیاست اؤ جګړې په دواړو میدانونو کې ماتې ورکولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG