لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې تر ایران وروسته پر روس هم نوي اقتصادي بندیزونه ولګول


د ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت تر ایران وروسته په داسې حال کې پر روس باندې هم اقتصادي بندیزونه لګولي، چې غواړي له روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین سره اړیکې ښې کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پرون د شورو- چارشنبې په ورځ پر روس په دې تور یو لړ بندیزونه ولګول، چې وایي د روان کال په مارچ میاشت کې یې په برتانیا کې یوه پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا ته زهر ورکړي او د دوی د وژلو هڅه یې کړې وه.

خو روس هغه مهال هم او نن د پنجشنبې په ورځ بیا دغه تورونه رد کړي او وایي له دې پېښې سره هیڅ تړاو نه لري، خو امریکه تور لګوي چې روس دا کار د نوویچوک اعصابي زهرو په وسیله کړی دی.

امریکه وایي پر روس لګېدلي بندیزونه به یې د اګست له ۲۲مې عملي شي، چې له مخې به یې روس ته له ملي امنیت سره د تړلیو شیانو خصوصاً د الیکټرانک یا برېښنایي توکو د لایسنسونو لېږدول بند شي.

روس د امریکې دغه ګام په بشپړه توګه غیرقانوني او له نړیوال قانون سره په ټکر کې بللی دی. په واشنګټن کې د روس سفارت تېره ورځ ویلي، چې دغه بندیزونو د بېځایونو تورونو په بنیاد لګول شوي او ویلي یې دي چې هېواد یې په دې برخه کې د عادلانو پلټنو ملاتړ کوي.

روسي چارواکو وایي پر بیا- بیا غوښتنې برسېره امریکایي چارواکو ورته د لګېدلیو تورونو په اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او نه یې هم د دوی پوښتنو ته کوم ځواب ویلی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي، روسي جاسوس او د هغه لور ته د زهر ورکولو د مرموزې هڅې په غبرګون کې پر روس باندې اقتصادي بندیزونه لګوي او په دې برخه کې کانګرس ته خبرتیا هم ورکړې ده.

امریکې د روان کال په فبرورۍ کې پر شمالي کوریا هم دې ته ورته بندیزونه لګولي وو او تور یې پورې کړی وو چې دې هېواد په ۲۰۱۷م کال کې د ملېشیا د پایتخت کوالالمپور پر هوایي ډګر د کېمیایي وسلو په وسیله د کیم جونګ اون میرنی ورور وژلی وو.

برتانیې پر روسي جاسوس سکریپال باندې د حملې تور پر روس لګولی او ویلي یې وو چې پر هغه یې د نوویچوک زهرجن ګېس په وسیله برید کړی وو، چې وایي دا پخپله د روس ایجاد دی، خو روس دا تورونه رد کړي دي.

له دې پېښې وروسته د روس او برتانیې اړیکې خرابې شوې او په مارچ میاشت کې یې د یو بل لسګونه سفارتکاران له خپلو- خپلو هېوادونو و ایستل. امریکې او ځینو نورو یورپي هېوادونو هم د برتانیې په ملاتړ یې له خپلو هېوادونو لسګونه روسي سفارتکاران شړلي وو.

XS
SM
MD
LG