لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې حرکت له کابله بلخ ته په لوڅو پښو پلی مزل پیل کړ


د سولې ولسي حرکت ویلي، بلخ ولایت ته یې په لوڅو پښو د پلي سفر کولو هدف د سولې په تړاو د افغانستان د شمالي ولایتونو د ولسونو یو ځای کول او د هغوی همغږي کول دي.

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر له امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي، دا ځل یې اعتراض عامو ولسي خلکو ته متوجه دی، چې په لوڅو پیښو له پلي مزل کولو سره د سولې په تړاو د خلکو چوپتیا له منځه یوسي او په یوه قوي حرکت د شمالي ولایتونو د ولسونو غږ را پورته کړي.

نوموړي وویل" له کابله تر مزارشریفه د حرکت ایجنډا همدا ده چې خلک ولې انتظار باسي چې مونږ ته به بهرنیان سوله راولي او هیواد به مو را جوړوي او له همدې امله په لوڅو پښو سفر کوو"

هغه وویل "هدف مو د سولې په تړاو د خلکو راټولېدنه او انسجام دی، کلي په کلي، مسجد په مسجد، ولسوالۍ په ولسوالي، ولایت په ولایت به له خلکو سره لیده کاته کوو، په هر محل کې به د سولې سیمه ییزه شورا جوړوو او د اړتیا په وخت کې به یې دهیواد په ګټه کاروو"

د سولې ولسي حرکت د افغانستان پر ملت غږ وکړ، چې د سولې په اړه بیداره شي او پر افغان حکومت او طالبانو فشار راړوي، چې دایمي اوربند اعلان شي او د سولې خبرې اترې پیل کړي.

له کابله د بلخ ولایت پر لور په پلي مزل په دې سفر کې لسګونه کسان شامل دي او له ۲۵ تنو زیات داسې کسان هم د دې سفر ملګرتیا کوي چې په لوڅو پښو روان شوي دي.

د سولې ولسي حرکت شاوخوا درې میاشتې وړاندې له هلمنده کابل ته په ۳۷ ورځو کې د ۶۳۰ کیلومتره واټن په پلي مزل سفر وکړ.

پلازمېنې کابل ته په رسیدو سره د سولې ولسي حرکت له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او همدا راز یې د پاکستان، ایران، امریکا، روس، بریتانیا، ملګرو ملتونو او د اسلامي هیوادونو د نړیوال سازمان د دفترونو او سفارتونو مخې ته د اعتراض پرلت پیل کړ.

د پرلت ګډونوالو په کابل کې د نړۍ او سیمې د هیوادونو له ولسونو وغوښتل چې د افغانستان په سوله کې پر خپلو هیوادونو فشار راوړي، چې هیوادونه یې په افغان سوله کې مثبت رول تر سره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG