لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: غزني ښار له سقوط نه ژغورل شوی، او بریدگرو ته د سر دروند زیان اوښتی


د افغانستان دفاع وزارت وایي په غزني ښار کې د شوې جګړې له امله د تیرو څلورو ورځو په موده کې، ۱۹۴ تنه وسله وال مخالفین، او همداراز د ۱۰۰ په شاوخوا کې امنیتي سرتیري، او د ٣٠ تنو په شاوخوا کې عام وگړي وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزیر، طارق شاه بهرامي نن د گل/دوشنبې په ورځ د خبري کنفرانس پرمهال وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغزني ښار د ټولو برخو امنیت پخپل واک کې راوستی او د غزني ښار یې د سقوط له حالته ژغورلی دی.

بهرامي زیاته کړه چې وسله والو مخالفینو د غزني ښار د نیولو په هدف، له ځینو ولایتونو څخه خپل جګړه ماران چې په کې بهرني جنګیالي هم شامل و، راوستي و او پلان شوې جګړه یې پیل کړې وه، خو افغان امنیتي ځواکونو له سختې ماتې سره مخامخ کړل او طالبانو ونشو کولای چې د غزني ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د افغانستان د دفاع وزیر وویل: «د دښمنانو له شتون څخه د غزني ښار د پاکولو په خاطر مو نن سهار اضافه امنیتي او دفاعي ځواکونه واستول، او همداراز د جګړې د سالم مدیریت لپاره مو د پوځ لوی درستیز او د کورنیو چارو ارشد امنیتي معین او د ملي امنیت ریاست ولایتي مرستیال له خپل استخبارتي، هدف نیونې او د عملیاتي ډلو سره هغه ولایت استولي دي.»

د هغه په وینا، غزني ته د اضافه سرتیرو په رسیدو سره نن د گل/دوشنبې په ورځ د ښار په څلورو برخو کې د مخالفینو پرضد چاڼیزعملیات پیل کړي دي او ډیر ژر به د غزني ښار د وسله والو له شتون څخه پاک شي.

افغان حکومت په داسې حال کې د غزني امنیتي حالت د قابو کولو او وسله والو ته درنو تلفاتو د رسیدو دعوه کوي چې په ولسي جرګه کې دغزني ولایت د خلکو استازو ویلي د دې ولایت له ۱۸ ولسوالیو څخه ترنیمايي زیاتې ولسوالۍ د طالبانو ترولکې لاندې دي.

په غزني ښار د محالفینو جګړه د تیرې جمعې په شپه پیل شوه او لاهم افغان امنیتي ځواکونه په دې نه دي توانیدلي چې د غزني ښار امنیتي حالت عادي حالت ته وګرځوي. د افغان پوځ مشر، جنرال محمد شریف یفتلي پرون د اتوار په ورځ وویل چې د غزني ښار په جگړو کې د پاکستان د استخباراتو (آئی ایس آئی) لاس دی. هغه زیاته کړه چې په غزني کې د لشکر طیبه تندروې ډلې جنگیالي هم وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG