لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارسده: په څلور ورځو کې ۱۱ تنه د ډزو په دوه پېښو کې ووژل شو


د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې په معمولي يا وړو شخړو په څلورو ورځو کې د وژنو دوېمه پېښه رامنځته شوې او دوه پېښو کې ۱۱ تنه ووژل شو.

د چارسدې د شبقدر تحصيل د بټګرام تاڼې د پوليسو په وېنا تېره شپه د روغې جوړې په يوه جرګه کې فريقېن وران شوي او ډزې شوي چې پکې پينځه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د شبقدر تاڼې د پوليس محرر افسر ارشد وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، په مړو کې څلور تنه د يو فريق او يو مينځګړی د جرګې غړی شامل دی.

هغه وويل دوه ورځې وړاندې د يو فريق يو ماشوم په موټر سايکل وهل شوی ؤ او د هغې په سر جرګه روانه وه چې فريقېن پکې وران شوي او ډزې يې کړي دي.

د اتوار، يکشنبې په ورځ د چارسدې د رځړو په علاقه کې د بجلۍ د تار د لګولو په سر دوه کورنۍ ورانې شوې وې.

په دغه پېښه کې هم يو فريق په بل پسې کور ته ورغلی او ډزې يې پرې کړې وې چې په نتيجه کې يې د دوه ښځو په ګډون شپږ تنه وژل شوي وو.

چارسده او پوښتنه ټولنه کې په معمولي خبرو دغه ډول نښتې او وژنې ولې کيږي؟،

دې پوښتنې ته په ځواب کې په خپله د چارسدې سره تعلق لرونکي مدني فعال او سياستوال شاه رضا شاه وايي د دې په شا څو علتونه دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل يو خو "پښتانه تراوسه په قبيلوي نظام کې ژوند کوي، بل ډېر جذباتیان دي په ځای د دې چې په خبره سوچ وکړي دوی بيا د عمل نه وروستو سوچ کوي".

هغه وويل بل علت يې دا دی چې دغه خاوره د ټينګ حکومتي واک لاندې نه ده پاتې شوې ځکه هر چا پکې خپله خوښه کړې ده، د دې ترڅنګ دغلته د ټوپک کلچر پاتې شوی دی او يا که داسې وويل شي چې خلکو ته په ډاګه د ټوپک يا وسلې ګرځولو موقع برابره کړی شوې، مخه يې نه ده نيول شوې.

پوښتنه ټولنه کې د اوږدې مودې نه په وړو وړو خبرو غټې دوښمنۍ جوړيږي ډېر خلک پکې ژوند د لاسه ورکړي او بيا د کلونو کلونو پورې دا دښمنۍ دوام لري.

پوهان وايي بايد د زغم نه کار واخيستل شي او نوی نسل د ټوپک څخه وژغول شي تعليمونه پرې وکړی شي ټولنې د تشدد په ځای د پوهې سره وده کوي.

XS
SM
MD
LG