لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دلویې اختر ورځو کې خپلو کې په اوربند مشوره کوي


دافغان دولت لخوا د کوچني اختر په څیر د لویې اختر په مهال هم طالبانو سره د اوربند هڅې دبریالیتوب سره مخ کیدونکي دي اؤ‌ طالب مشرانو ویلي دهغوي ډله خپلو کې د لویې اختر په ورځو کې د اوربند په اړه په صلاح مشورو بوخته ده.

خبري اژانس رویټرز دطالب مشرانو له خولې لیکلي چې طالبانو ته د لویې اختر په مهال د یوې اوونۍ د اوربند وړاندیز مخې ته پروت دی خو ددغه وړاندیز په اړوند غوڅه پرېکړه به دطالبانو مشر ملا هئیبت الله اخوند کوي.

رويټر لیکلي چې دطالبانو دوؤ مشرانو ورته دنوم نه ښودلو په شرط ویلي زیات احتمال لیدل کیږي چې طالبان به د اختر په ورځو کې د څلورو ورځو اوربند اعلان کړي ترڅو د افغانستان خلک داختر په ورځو کې قربانۍ وکړي.

له دې وړاندې په تیر کوچني اختر کې هم افغان دولت طالبانو سره دپینځلسو ورځو اوربند اعلان کړی ؤ خو طالبانو ددغه اوربند په ځواب کې یوازې درې ورځې اوربند کړی ؤ چې په ټول افغانستان کې ورته تود هرکلی ویل شوی ؤ.

خو د درې ورځني اوربند پائ ته له رسیدلو وروسته طالبانو یو ځل بیا په ټول افغانستان کې دافغان اؤ ائتلافي ځواکونو په ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړی اؤ په نزدې ورځو کې یې په غزني اؤ بغلان کې په شلګونو افغان سرتیري وژلي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني دریځ لري چې هغه د اوربند اؤ دايمي سولې دپاره دطالبانو سره دهغوئ په ټولو شرطونو خبرو اترو ته تیار دی خو طالبان وایي چې افغان دولت واک نه لري اؤ هغوئ که خبرې کوي نو نیغ په نیغه به یې امریکې سره کوي.

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو هم تیره ورځ د سعودي عرب ولي عهد ممحمد بن سلمان سره په ټیلي فوني خبرو کې د لویې اختر په مهال افغانستان کې د اوربند ملاتړ اعلان کړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG