لاس رسیدونکی لینک

 
کوټه: د سکرو په نړېدلي کان کې خواري کښ په څلورم ورځ هم ګېر پاتې دي
تازه خبر

کوټه: د سکرو په نړېدلي کان کې خواري کښ په څلورم ورځ هم ګېر پاتې دي


د کوټې په سنجيدي کې د سکرو په نړيدلي کان کې تراوسه پورې اووه خواري کښ بند پاتې دي، او د راويستو دپاره يې کار دوام لري.

د بلوچستان صوبې مرکز کوټې ښار نه نزدې په ۴۰ کلوميټره فاصله باندې د اتوار، يکشنبې په ورځ د سکرو کان د زهرجن ګېس د چاؤدنې نه نړېدلی او ۱۵ خواري کښ پکې ګېر شوي وو.

د خواري کښو اتحاديې ويلي پرون دوه نور هغه خواري کښ هم په کان کې ګېر شو چې د بندو خواري کښو راويستو هڅه يې کوله.

د بلوچستان صوبې د ماينونو د چارو مشر (چيف انسپکټر) افتخار احمد پخلی کړی چې د سنجيدي د کان څخه د پرونه پورې د لسو خواري کښو مړي راويستل شوي او اووه لا په کان کې بند پاتې دي.

خبريالانو سره په خبرو کې هغه ويلي د نور بندو خواري کښو د راويستو دپاره کار روان دی او زیاته يې کړه په کان کې دننه اوس هم ګېس موجود دی اول د ګېس ويستلو هڅه کولی شي او بيا به کان ته دننه لار جوړولی شي.

هغه وويل دوی وخت نه ټاکي چې د کان څخه به کله ګېس وويستی شي خو وې ويل په دغه عمل کې د دوه ساعتو نه تر دوه ورځو پورې وخت لګېدی شي.

وي او ای ډیوه سره د پېښې په دوېمه ورځ خبرو کې نوموړي ويلي ؤ دغه کان ۴۵۰۰ فټه ژور دی ځکه د لاندې ګېر خواري کښو په راويستو کې به وخت ولګي.

د نوموړي په وېنا په راويستل شوؤ مړو کې د زياتو تعلق د خېبرپښتونخوا د سوات او دير ضلعو سره دی، او پاتې خواري کښ هم د دغو سيمو دي.

د بلوچستان صوبې په هرنایي، شاهرګه، دوکۍ، مچ، ډګاري، ډاډر، څماولنګ، کولو او قلات سیمو کې د کولې ۲۵۰۰ کانونه له حکومت سره رجسټر دي، خو د ځینو غیرسرکاري شمېرو په بنیاد تر ۵۰۰۰ زیات کانونه غېرقانوني کانونه موجود دي.

په دغو کانونو کې شاوخوا یو لک دېرش زره مزدوران په کار بوخت دي چې زیاتره د خېبرپښتونخوا د شانګلې، سوات، دیر او د افغانستان اوسېدونکي دي. د سکرو په کانونو کې کارکوونکي زیات مزدوران له حکومت سره رجسټر هم نه وي.

په کانونو کې کارکوونکي مزدوران وایي، په کانونو کې دننه د دوی د سر د خوندي ساتنې لپاره اسانتیاوې په نشت حساب دي، ځکه خو هر کال په لسګونو کان کیندونکې پکې مړه کېږي.

په بلوچستان کې د سکرو کانونه تر ټولو لوی معدني صنعت ګڼل کېږي، خو د کارګرو د اتحادیې مشران وایي، له دې صنعته یواځې حکومت او شتمن خلک ګټه تر لاسه کوي، د مزدور نه یواځې ژوند ورسره نه دی بدل شوی بلکې اکثرو پکې ژوند هم بایللی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG