د افغانستان د ټاکنو د کمېشن لخوا د صدارتي ټاکنو لومړۍ نتيجې اعلان شوي ، او د لمړو نتيجو ترمخه اشرف غني په صدارتي تاکنو کې اچول شوؤ ټولو رائو کې ۵۶.۴۴ فيصده رائې اخيستي ، او بريالی گرځول شوی .
اشرف غني په خټه پښتون دی ، او د پښتنو د با اثره احمدزئ قبيلې سره تعلق لري .
نوموړي په کال ۱۹۴۹م کې د افغانستان په لوگر صوبه کې د احمدزو په مخوره کورنۍ کې زېږېدلی ، او ابتدايي زده کړې يې د کابل په حبيبي هائي سکول کې ترلاسه کړي ، او اعلي تعليم يې په بهر هيوادونو کې حاصل کړی دی .
اشرف غني په ځوانۍ کې لبنان ته تلی ، او هلته يې په بېروت کې د امريکايي پوهنتون نه په ۱۹۷۳م کې ډگري ترلاسه کړې ده . نوموړی په کال ۱۹۷۴م کې بيرته افغانستان ته راستون شوی ، او د کابل په پوهنتون کې د افغان سټډيز يا ټولنيزو علومو په څانگه کې د انتراپالوجي (انسان پوهني ) استاذ شو .
اشرف غني احمدزی په کال ۱۹۷۷م کې په سکالرشپ د امريکا په کولمبيا پوهنتون کې په انسان پوهنه کې د ماسټرۍ ډگري ترلاسه کړې . په افغانستان د شوروي تېرې په مهال د نوموړي د کورنۍ ډېرغړې ونيول شول ، او له دې امله اشرف په امريکا کې پاتې شو . او د کولمبيا پوهنتون څخه يې پي اېچ ډي يا د ډاکټرۍ ډگري ترلاسه کړه .
نوموړي د خپلې ډاکټرۍ مقاله د افغانستان د معاصرتاريخ د ( ۱۷۴۷ نه تر ۱۹۰۱ ) باندې ليکلې ده .
ډاکټراشرف غني احمدزي د ډاکټرۍ د ډگرۍ ترلاسه کولو وروستو د کال ۱۹۸۳م نه تر ۱۹۹۱م پورې د امريکې په کيليفورنيا او جانس هاپکينز پوهنتونو کې استاد پاتې شوی ، او په نورو پوهنتونونو کې يې هم لېکچرې ورکړي دي .
اشرف غني په کال ۱۹۹۱م کې نړيوال بينک کې د لوې انسان پوهـ په توگه وگمارل شو، او د اقتصادي پروگرامونو په لړ کې يې د انساني اړخونو لټوؤنې ، او د هغې حل لارې به يې وړانديزولې .
نوموړي په نړيوال بينک کې ۱۱ کاله دنده ترسره کړې ، او د نړيوال بينک د پاليسۍ او سټراټيژۍ جوړولو په برخه کې مشر پاتې شوی دی .
نړيوال بينک کې د کار په مهال اشرف غني احمدزي په لمړو کې د ختيزې ايشيا د پروژو کار کړی او بيا يي د نړيوال بينک دپاره سياسي سټراټيژي ترتيب کړه . په دغې مهال نوموړي د هيوادونو په حقله د نړيوال بينک سټراټيژي وکتله او په دغې لړ کې يې غوره اصلاحات وړاندې کړل .
نوموړي د نړيوال بينک د دندې ترڅنگ پينځه کال په هند ، چين او روس کې تېرکړي ، او په غټه کچه يې د پرمختيا او ادارجاتي بدلون په پروژو کار کړی ، نړيوال بينک کې د دندې په مهال اشرف غني د هارورډ اېنسيډ او سټينفورډ تجارتي پوهنتونو لخوا د مشرتابه تر عنوان لاندې جوړ شوي روزنيز پروگرامونه تعقيب کړي .
په کال ۲۰۰۱ کې امريکا کې د ۱۱م ستمبر د پېښې وروستو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ختم کړی شو ، اشرف غني احمدزی بيرته افغانستان ته راستون شو ، د نړيوال بينک څخه يې استعقي ورکړه او په کال ۲۰۰۲ کې د افغانستان د صدر حامد کرزي مشر صلاح کار جوړ شو .
په دغه موده کې چې افغانستان د جنگ او لويو ستونځو سره مخ ؤ ، د ملگرو ملتونو د هغه وخت د سرمنشي کوفي عنان په غوښتنه اشرف غني د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي لخدار براهيمي سره د خصوصي صلاح کار په توگه کار پېل کړو .
نوموړي په دغې مهال د بون پروسې په عملي کولو کار پېل کړو ، او په لږه موده کې يې د ادارې د مشر د صلاح کار په توگه غوره دنده ترسره کړه . اشرف غني لومړنی کار پوهـ ؤ ، چې په هغه مهال يې خپله پوهه او تجربه د اولس د خدمت دپاره وړاندې کړه . اشرف غني افغانستان کې د لويې جرگې او هېواد د اساسي قانون په جوړولو کې هم مهمه رول لوبولی دی .
احمدزی د کال ۲۰۰۲م نه تر د ۲۰۰۴م پورې د حامد کرزي سره د خزانې وزيرپاتې شوی ، او د افغانستان د اقتصادي بحالۍ دپاره يې پوره هڅې کړي ، او په دغې لړ کې يې يو شمېر ارزښتناک کارونه ترسره کړي دي .
د کال ۲۰۰۴م د ټولټاکنو وروستو د کرزي په کابينه کې نوموړی د کار کولو نه ډډه وکړه ، او د کابل پوهنتون وائس چانسلر جوړ شو . او د چانسلر په حېث يې د ملکي ودې دپاره د پوهنتون املې او طالب علمان تربيه کړل .
د پوهنتون پرېښودو وروستو نوموړي د دولتي اغېزمنتيا انسټيټيوټ بنياد کېښودو ، چې د اغېزمن حکومت کولو او پاک نظام په اړه له حکومتونو او د هغو نړيوالو مرستيالانو سره مرسته وکړي .
اشرف غني په کال ۲۰۰۹م کې د افغانستان په صدارتي ټاکنو کې کانديد ؤ ، او يواځې درې فيصده رائې يې اخستې وې .
ډاکټراشرف غني احمدزي د افغانستان د صدارتي ټاکنو په لمړي پړاؤ کې په دوهم نمبر راغلی ؤ ، او بيا د ټاکنو په دوهم پړاؤ کې يې د جون د مياشتې په ۱۴م نېټه د عبدالله عبدالله سره مقابله شوې وه ، او د ټاکنو د دوهم پړاؤ د لمړو نتيجو ترمخه اشرف غني د ۵۶ فيصده نه زياتې رائې اخستي ، او بريالی شوی دی .