لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په غزني کې د پاکستانيانو د موجودګۍ تورونه رد کړي


پاکستان د افغان چارواکو هغه تورونه رد کړي دي چې د غزني په جګړه کې پاکستانيان موجود وو او وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل نه نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ خبري غونډه کې پوښتنه شوې چې د افغان حکومت لخوا او په ټولينيزو رسنيو داسې ويل شوي چې په غزني کې په تازه شوې جګړه کې پاکستاني طالبانو برخه اخستې، او د دغه جګرې نه پاکستان ته مړي يا جسدونه راوړل شوي دي.

په ځواب کې نوموړي وويل "دوي داسې هيڅ ثبوت نه دی ترلاسه کړی چې د غزني نه پاکستان ته مړي راوړل شوي او مونږ دغه بې بنياده تورونه ردؤ".

د افغانستان په غزني کې د جمعې په ورځ وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه کړي او تر پرونه پورې په غزني ښار کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځه جګړه روانه وه.

د ګل يا دوشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزير طارق شاه بهرامي ويلي ؤ د څلور ورځو په دغه جګړه کې ۱۰۰ امنيتي سرتيري او ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه ويلي ؤ افغان حکومتي ځواکونه چې بهرني ځواکونه يې په شا دي ۲۰۰ تندلاري يې وژلي چې پکې عرب، چيچن او پاکستاني هم شامل دي.

له دغې وروستو د غزني ښار د پولیسو مشرکرنل فرید مشعل خبریالانو ته په خپلو خبرو کې د دې پخلی کړی ؤ چې د غزني په جګړه کې پاکستاني جنګیالي هم وژل شوي دي.

کرنل مشعل ويلي ؤ، "ډیر مړي د غزني پر سړکونو خواره پراته دي، چې په هغو کې چیچنیایان او پاکستانیان هم شته".

او بيا په ټولنيزو رسنيو هم داسې ويل شوي ؤ چې د غزني په جګړو کې د وژل شوؤ د ۱۰۰ نه زيات مړي يا جسدونه پاکستان ته راوړل شوي دي.

پرون افغان چارواکو ويلي د غزني د ښاره وسله وال طالبان ويستل شوي او خلک بيرته عادي ژوند ستنيدل پېل شوي دي خو ځني راپورونه وايي د غزني په څنډو کې پرون هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ نښتې روانې وې.

د راپورونو ترمخه د غزني په جګړه کې دغه ښار ته هم سخت زیان اوختی دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د لوي اختر پر محال د اووربند خبري هم روانې دي، د محمد فېصل نه په دغه اړوند هم پوښتنه شوې چې ايا پاکستان به د اووربند د خبرو ملاتړ اوکړي؟،

هغه وويل، هغه وويل په افغانستان کې د جګړې حل خبرې دي او افغانستان په ملکيت او د افغانانو په مشرۍ د خبرو د لارې د افغان شخړې حل راویستی شي.

افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو پوښتنې ته په ځواب کې فېصل وویل، په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار به په دوه کاله موده کې سرته ورسي او پاکستان دغه کار د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کار کوي او دا د پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره تګلارې برخه ده.

هغه وويل پاکستان دغه کار په اوږدو کې د سيمې، پاکستان او افغانستان د خونديتوب دپاره کوي.

د افغان کډوالو بيرته خپل هېواد ته د ستنېدو په اړوند هغه وويل د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت به د اسلام اباد سفر کوي او په هغې کې به بيا په دغه اړوند خبرې کیږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG