لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:صدارتي ماڼۍ ته څیرمه راکټي بریدونه،اشرف غني وایي سربه ټیټ نکړو


دافغان دولت لخوا طالبانو سره داعلان کړل شوي یو اړخیزه اوربند باوجود دلویې اختر په لمړۍ ورځ د افغانستان صدارتي ماڼۍ ته څيرمه ترهګرو راکټي‌بریدونه کړي دي

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ نور سیاسي مشران داختر د نمونځ دپاره عیدګاه ته ورټول شوي وؤ.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي دافغانستان خلک هیڅکله راکټي‌ بریدونو ته نه تسلیمیږي اؤ ددې اعمالو ترسره کوونکي دې بیا له سره پخپلو کړنو غور وکړي.

نن دلویې اختر په لمړی ورځ دکابل ښار په لومړی امنیتی حوزې اړوند سیمو لس توغندي لګیدلي او همداراز د کابل دلومړي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو شمیر وسله وال یوې ودانۍ ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړې ده.

دکورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ډیوه ته وویل چې درې وسله وال ترهګر دلمړۍ امنیتي حوزې اړوند د ماهید په نامه سرای کې یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځائ څخه یې دکابل ښارپه بیلابیلو برخولس توغندي توغولي دي.

دانش زیاته کړه"دترهګرو لخوا توغول شوې دهاوان دغه مرمي دلمړۍ،دویمې،اتمې او نهمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې لګیدلي او یوازې دوه تنه امنیتي سرتیري پکې ټپیان شوي"

هغه وویل درې واړه بریدګر دافغان سرتیرو په چاڼیزوعملیاتو کې وژل شوي اوسیمه دترهګرو له شتون څخه پاکه شوې ده

د دې برید ذمه واري تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخستې.

په کابل دا راکټي بریدونه په داسې حال کې شوي چې افغان حکومت په مشروط ډول طالبانو سره د عرفې په لمړۍ ورځ د درې میاشتني اوربند اعلان وکړو خو وسله والو طالبانو تر دې دمه دخپل اوربند په اړه پریکړه نه ده کړې.

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي،اوربند مو اعلان کړی خو په دې شرط چې دوه اړخیزه وي او د اوربند په تړاو ملي اجماع موجوده وه.

دلویې اختر په لمړۍ ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپلو څرګندونو کې ویلي دافغانستان خلک دې ته اماده وؤ چې ټولې هغه ترهګرې ډلې چې په توطیو باندې باور لري نن به داسې اعمال ترسره کوي چې دافغان ولس ارامي له ګواښ سره مخامخ کړي.

محمد اشرف غني وروسته له هغې دغه وینا وکړه چې ارګ ته نږدې په شاوخوا سیمو اوهمداراز دښارپه بیلابیلو برخو ترلسو پورې توغندي ولګیدل.

نوموړي په ارګ کې دلوئ اختر دمذهبي مراسمو د پرځای کولو وروسته چې ګن شمیر جګ پوړیو حکومتي چارواکو او دسیاسي ګوندونو مشرانو هم پکې ګډون درلود ویلي،دافغانستان ملت راکټي بریدونه نه تسلیمیږي او د دې اعمالو ترسره کوونکی دې په خپلو کړنو له سره غور وکړي.

اشرف غني وویل"ملت په دې پو هیدو هغه کسان چې په وینو توئیولو او توطیو باندې باورلري نن به هغسي اعمال وکړي چې دافغانستان د ولس ارامي په خطر کې واچوي

هغه وویل "که دوی فکر کوي چې د راکټو حملو ته به دا ولس سرټیټ کړي بیا دې فکر وکړي ،دا ولس باشهامته، اوچت،او دریدلی ولس دی او همیشه به دخپل استقلال اود اسلامي عنعناتو نه دفاع وکړي"

هغه وویل ،دسولې اوهمداراز د اوربند په اړه دافغان حکومت ګامونه داسلامي نړۍ د دیني علماؤ دیوې بې ساري هوکړې او دبشپړې اجماع پربنسټ اخستل شوي او دافغان علماؤ فتوه چې دانډونیزیا اوپه مکه معظمه اوپه ټولومهمواسلامي مرکزونو کې تصویب شوه په افغانستان کې جګړه ،انتحار هیڅ ډول شرعي جواز نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG