لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش د مشر ابوبکر البغدادي غږيز پېغام مخې ته راغلی


د ترهګرې ډلې داعش د مشر ابوبکر البغدادي غږيز پېغام نزدې د يو کال غلي پاتې کېدو وروستو خپور کړی شوی دی.

د داعش د رسنيو څانګې الفرقان د نهې، سه شنبې په ورځ د ۵۴ دقيقو (منټونو) يو غږيز تقرير خپور کړی او ادعا يې کړې ده چې دا خبرې د ابوبکر البغدادي دی.

په دغو خبرو کې د داعش پلويانو ته ويل شوي چې د مجاهدينو دپاره د ښار يا علاقې د لاسو نه وتل، فضايي لاس بری، بېن البراعظمي ميزايل يا سمارټ بم مخې ته راتلل، د ګټې او ماتې پېمانې نه وي.

امریکا او استخبارات يې د دغه غږيز پېغام څخه خبر دي خو دا پخلی يې لا نه دی کړی چې ايا دا اواز هم د بغدادي دی که د بل چا دی.

د داعش د مشر په اړوند له دې وړاندې څو ځله ویل شوي چې هغه وژل شوی دی خو د دې خبرې هم کله کره پخلی نه دی شوی.

بغدادي خپلو پلويانو ته وروستی پېغام په ستمبر ۲۰۱۷م کې پرېښودی او په دوی يې د دښمن پرضد د جګړې غږ کړی ؤ.

او د دغو خبرو د غلي کېدو وروستو هم د بغدادي د ژوند او مرګ په اړوند پوښتنې راولاړې شوې وې.

داعش په کال ۲۰۱۴م کې د عراق او شام يوه غټه علاقه په خپله ولقه کې اخيستې او د خپلسره خلافت اعلان يې کړی ؤ.

خو امریکا او اتحاديان يې وايي د داعش د ولقې نه ۹۸ فيصده علاقه بيرته اخستل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG