لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په حرم شریف کې یو بل حاجي ځان وژلی دی


دسعودي عرب په مکه ښار کې د حرم شریف دجومات د بام نه یو بل تن په دانګ وهلو ځان وژلی چې دې سره په تېرو درېوؤ میاشتو کې دحرم شریف دننه د ځان وژونکو شمیره څلورو ته رسېدلې ده.

د روان کال د جون په میاشت کې هم درېوؤ کسانو دحرم شریف دجومات دبام څخه ځانونه ښکته غورځولي اؤ مړه شوي وؤ.

سعودي چارواکي وایي چې د جمعې په شپه حرم شریف دبام نه دعراق اړوند یو بل حاجي هم ځان لاندې غورځولی اؤ مړ شوی دی.

په حرم شریف کې د ځان وژنې د سیوا شوؤ پېښو له امله سعودي چارواکو په دې وروستیو کې د حرم شریف دجومات په بام حفاظتي جنګلې هم لګولي خو چارواکي وایي چې دعراق سره تعلق لرونکی دغه حاجي په حفاظتي جنګله اوختلو کې هم بریالی شوی اؤ‌ ځان یې ښکته غورځولی دی.

په سوشل میډیا ددغه پېښې یوه ویډیو هم خپره شوې چې پکې لیدل کیږي د حرم شریف په میدان کې د ګڼو خلکو په مینځ کې یو سړی پړمخ پروت دی ،سپین څادر پرې خور دی اؤ‌ ګڼ شمیر پولیس اؤ حاجیان ترې چاپیره ولاړ دي.

په حرم شریف کې په نهم جون د ځان وژنې د لمړۍ پېښې رامنځته کیدلو وروسته د سعودي پولیسو ویلي وؤ هغوئ به ددې خبرې پلټنې کوي چې په مطاف د حفاظتي جنګلو د لګول کیدلو باوجود څنګه یو سړی په دې وتوانیدلو چې له دې څخه ځان ښکته راوغورځوي؟

خو تر اوسه د سعودي پولیسو لخوا په دغه اړوند شوې پلټنې مخې ته نه دي راغلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG