لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ننګرهار کې د داعش مشر ابوسعيد اورکزی وژل شوی


د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ارګ مرستيال وياند شاه حسېن مرتضوي ويلي، په ننګرهار کې د ترهګرۍ پرضد روانه مبارزه کې د داعش مشر ابوسعيد اورکزی وژل شوی دی.

په فېس بک ورکړي بیان کې مرتضوي ويلي داعش په افغانستان کې د سختو ګوزارونو سره مخ دی.

افغان رسنيو د داعش وژل شوي مشر ته سعد ارهابي نوم ليکلی چې په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د ګورنر وياند عطاالله خوګياڼي رسنيو ته ويلي، افغان او بهرنيو هوايي ځواکونو تېره شپه په خوږياڼو ولسوالۍ کې بريدونه کړي او سعد ارهابي پکې سره د لسو نورو ملګرو وژل شوی دی.

ويل شوي د سعد ارهابي تعلق د پاکستان د خېبرپښتونخوا اورکزۍ ضلعې سره ؤ.

حافظ سعید خان
حافظ سعید خان

دو کاله وړاندې هم په ننګرهار کې د داعش مشر حافظ سعيد خان د امريکايي او ايتلافي ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوی ؤ.

د حافظ سعيد خان تعلق هم د اورکزۍ ضلعې سره ؤ.

داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ننګرهار ولايت کې په لومړي ځل په کال ۲۰۱۵م کې راښکاره شوې او بيا يې خپل فعاليتونه تر کونړ، نورستان او په شمال کې جوزجان ته غځولي وو.

داعش په ننګرهار او کابل کې د يو شمېر خونړو او ترهګرو بريدونو زمه وارۍ منلې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG