لاس رسیدونکی لینک

 
شکيل افريدی د اډياله نه د ساهېوال زندان ته منتقل کړی شوی
تازه خبر

شکيل افريدی د اډياله نه د ساهېوال زندان ته منتقل کړی شوی


راپورنه وايي چې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره د اړيکو په تور بندي ډاکټر شکيل افريدی د امنيتي اندېښنو له کبله د پنډۍ د اډياله زندان نه د پنجاب ساهيوال جېل ته منتقل کړې شوی دی.

دا دويم ځل دی چې شکيل افريدی د امنيتي انديښنو له امله کوم بل جيل ته انتقال کړی شوي دی.

شکيل افريدی اډياله جيل ته د روان کال د اپرېل په مياشت کې د منتقل کولو مخکې د پېښور په مرکزي زندان کې بند وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سرچينو له قوله ويلي چې د اګست په درېمه نېټه د شکيل افريدي سره د هغه ښځې او زوي د پنډۍ په اډياله جېل کې ليده کاته کړي وو.

د پنجاب ايالتي حکومت د نوموړي د ساهېوال جيل ته د منتقل کولو د خبر تصديق لا تر دې دمه نه دی کړی.

نوموړی په کال ٢٠١١ کې د القايده شبکې د مشر اسامه بن لادن د امريکايي کمانډوز سرتېرو لخوا په اېبټ اباښارګوټي کې د وژل کېدو سمدستي وروسته نيول شوی وو.

په هغه باندې د امريکې د استخباراتي ادارې (سي ايي ای) سره د اسامه بن لادن د درک لګولو تور وو خو نوموړي ته په دغه تور کومه سزا نه ده اورول شوې.

شکيل افريدي ته په کال ٢٠١٢ کې د غدارۍ په مقدمه کې د اېف سي ار قانون لاندې د ۳۳ کاله سزا ورکړی شوې وه چې وروسته د اېف سي ار کمشنر لس کاله بند ته راکمه کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG