لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاک پتن پوليس مشر د خاور مانيکا په سر بدل کړی شوی؟


د پنجاب صوبې د پاک پتن ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) رضوان ګوندل تبادله شوې خو د تبادلې سره په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيز رسنيو بحث تود شوی چې ګوندل د وزيراعظم عمران خان د مېرمن بشری بي بي د پخواني مېړه په سر بدل کړی شوی دی.

د پاک پتن پوليسو ويلي درې شپې وړاندې يې د خاور مانيکا ګاډي ته په ناکه بندۍ د ودرېدو اشاره کړې خو هغه نه ؤ ودرېدلی او وروستو پوليس په هغه پسې شوي او وئ درولو خو هغه د پوليسو سپکاوی وکړو.

د ځايي ميډيا ترمخه مانيکا د پوليس مشر ته په ټيلي فون د پوليسو د رويې پرضد شکايت کړی ؤ.

او وروستو پوليس افسر ته لوړ پوړو چارواکو ويلي چې د خاور مانيکا کور ته لاړ شه او د هغه نه بخښنه وغواړه خو رضوان ګوندل انکار کړی ؤ.

د ځايي رسنيو ترمخه د جمعې په ورځ د پنجاب صوبې اعلی وزير عثمان بزدار ګوندل او نور پوليس غوښتي او د پېښې په اړوند يې ترې پوښتنې کړي دي.

د ګل، دوشنبې په ورځ د رضوان ګوندل د تبادلې کولو وروستو په ځايي ميډيا او ټولنيزو رسنيو دغه بحث تود شوی چې د لومړۍ مېرمنې د پخواني خاوند خاور مانيکا په سر ګوندل بدل کړی شوی ځکه چې پوليس افسر بخښنه نه غوښته.

خو د پنجاب پولیسو ویلي ګوندل د يو تن سره په نامناسبه رويه کولو بدل کړی شوی خو دا سپيناوی نه دی شوی چې دغه تن څوک دی.

ويل شوی د ګوندل تبادله د سياسي فشار له امله نه ده شوې او دغه خبره سوشل ميډيا ته په راوړو د ګوندل پرضد د کارروایۍ امر شوی دی.

په ټولنيزو رسنیو دا هم ويل کیږي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د پوليسو د سياسي فشار نه ازادولو او پوليس کې د اصلاحاتو خبره کوي او د خېبرپښتونخوا د پوليسو مثال ورکوي خو په پنجاب کې يې د حکومت جوړېدو سره داسې عمل پېل کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG