لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: په پکتیا کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ تنه طالبان وژل شوي


د افغانستان سیمه ییزو چارواکي وایي، د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا هوايي او ځمکني عملیات شوي، چې د طالبانو د درېوو سرګروپانو په ګډون ۱۹ تنه طالب جنګیالي پکې وژل شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن د شورو- چهارشنبې په ورځ له امریکا غږ ډيوه سره په خبرو کې ویلي، په دې عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو ۲۲ تنه نور ټپیان شوي هم دي. نوموړي وویل:

"دا عملیات تېره شپه د سید کرم ولسوالۍ په کوهسیند، لکړۍ او غوریزې سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو او د هوايي ځواک له خوا شوي او هغه وروستي معلومات چې موږ ته رسېدلي دي په وژل شویو ۱۹ کسانو کې د طالبانو درې سرګروپان هم شامل دي او همداراز ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي".

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د طالبانو په ضد عملیات وروسته له هغې وشول چې په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت اوسېدونکو د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د طالبانو د ممکنه برید په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو د پکتیا چارواکي وايي، دا د طالبانو له خوا په ولس کې شوي تبلیغات دي چې هیڅ حقیقت نه لري او که بیا هم طالبان برید وکړي په ولایتي کچه ټولې امنیتي ادارې د هرډول برید پر وړاندې بشپړه امادګي لري. د ولایت ویاند حضرت وویل:

"زموږ امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د پکتیا ولس و ژغوري او له ټولو امکاناتو په استفادې به د پکتیا د خاورې دفاع کوي، هر هغه څوک چې د پکتیا امنیت ته زیان و رسوي پایلې به یې د تل په څېر ډېرې بدې وي".

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د غزني پر مرکز طالبانو ډله ییز بریدونه وکړل او تر پینځه ورځنۍ مخامخ جګړې وروسته حکومتي ځواکونو طالبان پر شا و تمبول او د غزني ښار اوسېدونکو هم د پکتیا د خلکو په څېر پر غزني د طالبانو د بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG