لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېرین مزاري: د پاکستان د جرمونو په قانون کې به د خلکو د جبري بې درکۍ سزا هم شاملوو


واشنګټن ـــ د پاکستان تحریک انصاف د نوي حکومت د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري نن د جبري بې درکو خلکو په یاد د نړیوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د ورکو خلکو له کورنیو سره په احتجاج کې ګډون وکړ.

مېرمن مزاري احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې وویل، چې د وزیراعظم عمران خان بیانونه په پاکستان کې د جبري ورکېدنو پر مسئله ډېر واضح دي او وایي چې هغه به یې په دې اړه د یوې قانوني مسودې په منظورولو کې بشپړ ملاتړ کوي:

"انشاالله موږ به خپل قانون هم بدلوو، د جرمونو د سزا چې کوم قانون دی، په هغه کې به په زور د خلکو د بې درکه کولو عمل د (جنایي جرم) په توګه شاملوو".

په دې احتجاجي مظاهره کې شریکو خلکو د خپلو جبري بې درکه کسانو عکسونه په لاسونو کې نیولي وو، چې شمېر یې شاوخوا پینځوسو تنو ته رسېده.

د بشري حقونو مرکزي وزیرې اعتراف وکړ، چې په پاکستان کې له کلونو او حتی له لسیزو راهیسې خلک ورک دي او کورنۍ یې له مړي ژوندي خبرې نه دي. مېرمن شېرین مزاري وویل چې نور د دې ستونځې د پای ته رسېدو وخت راغلی او بې درکه خلک باید پیدا کړل شي:

"لږ تر لږه کورنیو ته دې وویل شي چې هغه خلک چرته دي؟ یا خو ستاسو په قبضه کې دي او یا چې څنګه ځینې خلک وايي پخپله له ترهګرو سره تللي دي، نو بیا تاسو ووایئ چې چرته تللي دي او که خدای مه کړه ژوندي نه دي نو کورنۍ یې خبرې کړئ".

شېرین مزاري په پاکستان کې د خلکو د جبري بې درکولو کور په تور د چا نوم وا نه خیست، خو د بشري حقونو سازمانونو او د ورکو خلکو لپاره ږغ پورته کوونکي سازمانونه یې تور پر استخباراتي او امنیتي ادارو ور اچوي. مېرمن مزاري پر مخ وویل:

"دا ظلم دی، نه یواځې له هغو خلکو سره ظلم دی چې غایب کړل شوي دي، د هغوی له مېرمنو، وروڼو، خویندو او بچیو سره هم ظلم دی او دا زموږ د آئین خلاف ورزي ده".

د اسلام اباد په احتجاجي مظاهره کې د بشري حقونو د سازمانونو او د سیاسي ګوندونو مشرانو هم ګډون کړی وو. د پیپلز ګوند پخواني سنېټر فرحت الله بابر احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې وویل، د جبري بې درکه خلکو کورنیو ته دې وویل شي چې ورک خلک یې چېرې او په څه حال کې دي:

"د خلکو د جبري ورکېدو تر شا زیاتې همدغه ایجنسیانې [استخباراتي ادارې] دي، موږ غوښتنه کوو چې په جبري توګه بې درکه خلک دې سمدستي راوړل شي، که دوی څه جرم کړی وي مقدمه دې ورباندې وچلول شي او سزا دې ورکړل شي".

په پاکستان کې د جبري بې درکه خلکو د موندنې د سرکاري کمیشن مشر جاوید اقبال د اګست په ۲۸مه د سېنټ د کمېټۍ یوې غونډې ته ویلي وو، چې د روان کال تر جولای میاشتې پورې په دې هېواد ۳۴۶۲ کسان په جبري توګه بې درکه شوي دي، خو د ورکو خلکو د موندنې لپاره غیرسرکاري سازمانونه دعوه کوي چې ورکو خلکو شمېر تر دې څو چنده زیات دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG