لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 د مايک پومپيو نه وړاندې جواد ظريف د پاکستان سفر کړی


د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په داسې حال کې د اسلام اباد سفر کړی چې د شورو، چهارشنبې په ورځ د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پومپيو پاکستان ته سفر کوي.

جواد ظريف کوم بهرنی لومړی مېلمه دی چې د پاکستان په نوي حکومت کې يې د اسلام اباد سفر کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ویلي جواد ظريف به د وزيراعظم عمران خان، خپل پاکستاني سيال شاه محمود قرېشي، او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ویني.

د قامي اسمبلۍ د ویاند ترمخه جواد ظريف د زيارت په ورځ پارليمان کې د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر سره ليدلي دي.

په ليدنه کې په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې شوي دي.

د بيان ترمخه ښاغلي قېصر ویلي، چې د دواړو هېوادونو د ګټې دپاره به سوداګرۍ، پانګونې، توانايۍ او نورو څانګو کې مرستو ته وده ورکول وي.

ظريف ویلي، ايران په سيمه کې پاکستان خپل کلک همکار ګڼي، او هغه هيله څرګنده کړې چې په راتلونکې کې به دواړه هېوادونه د پرمختيا پر لور لاړ شي.

د امریکې حکومت په وروستيو کې په ایران یو ځل بیا بندیزونه لګولي، چې په اساس به یې د دغه هېواد د موټرو جوړولو صنعت، د سرو زرو او نورو قيمتي پولادو تجارت او د دې تر څنګ ايراني کرنسۍ ريال او نورې مالي ګټې اغېزمنې شي.

امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپل يو ټویټ کې ویلي، کوم هېوادونه چې له ایران سره تجارت کوي هغوی له امریکې سره تجارت نه شي کولی.

پاکستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې له ایران سره په کال کې د ۱.۵ اربه ډالرو تجارت کوي او دواړه هېوادونه غواړي دغه تجارت ۵ اربه ډالرو ته و رسوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د امریکې له خوا پر ایران تازه لګېدلي اقتصادي بندیزونه به د پاکستان او افغانستان تجارت هم اغېزمن کړي، ځکه چې وایي دغه دواړه هېوادونه له ایران سره په بېلابېلو برخو کې د ورځې په میلینونو ډالره تجارت کوي.

XS
SM
MD
LG