لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپوژمۍ لاړه خو رڼا به يې وي


Spozhmai Maiwandi
Spozhmai Maiwandi

سپوژمۍ ميوندي د نړيوالو ریډیوګانو د ټولو اورېدونکو او په ځانګړي توګه د امريکا غږ د پښتو څانګې مينه والو لپاره پېژندلی غږ او څېره وه.

نوموړې د خالي/شنبې په ورځ سترګې پټې کړې - اروا يې ښاده او په ګور يې نور.

د ‌‌‌‌‌‌ډېجېټل میډیا د نامې چې لا خلک خبر نه وو نو په افغانستان او پاکستان کې په جګړو او مهاجرت کې ګېرو ملينونو پښتنو د خپلې خاورې، سيمې او نړۍ په اړه خبرونه په ریډیو اورېدل. او باور به يې د بهرنۍ نړۍ په خبري ادارو کوو.

په ریډیوګانو باندې د خبرونو او رپوټونو په دغه شور کې د واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي نه په زرګونو ميله لرې په غرهيزو او مېداني سيمو کې د پرتو پښتنو لپاره د سپوژمۍ ميوندي غږ په هر غوږ خوږ لګېدو. د هغې خبرونه، رپوټونه او يا هم د خپلو همکارانو سره د اورېدونکو ليکونو او پوښتنو ته د ځوابونو پروګرامونه به اوس هم د هغې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو مينه والو ياد وي.

سپوژمۍ چې به اکثره د خپل دفتر نه په کوم کار پسې وتله نو ځان سره به يې اووېل-

ځه چې ځو_او په ورو ورو به ثنا وايو د سبحان

مطلب يې دا وو چې تر حدف به مزل لنډ‌وو

خو د هغې د ژوند مزل لنډ نه وو. د پلارني وطن افغانستان بد حال، پرله پسې جګړو، د ښځې په هېڅ د يو شمېر ننګونو سره مقابلې، دفتري کارونو او په اخېر کې ناجوړتيا هغه ستړې کړې او سفر يې ورته اوږد کړی وو.

سپوژمۍ په مومبۍ کې زېږېدلې وه. د هغې پلار د افغانستان لپاره د ‌‌‌‌‌‌ډپلومېټ په توګه کار کوو نو ځکه يې ‌‌‌‌‌‌ډېر ځايونه ليدلي وو. کله يې چې پلار په پاکستان کې ‌‌‌‌‌‌ډپلومېټ وو نو اکثره به يې د هغه وخت خبرې کولی. هغې به وېل چې کله به يې کورنۍ د پښتنو ملتپاله مشر ولي خان سره ليدو ته تلله نو د پاکستان د جاسوسي ادارو چارواکو به څارل او کله کله به يې موټر د قصده په تنګو لارو ځغلوو.

Spozhmai Maiwandi
Spozhmai Maiwandi

سپوژمۍ د کابل پوهنتون نه په انګرېزي کې ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې وه. هغې وي او ای ته په 2009م کې په يوه مرکه کې په کابل کې د ژوند د هغو شپو ورځو يادونه کړې وه چې د پخواني شوروي پوځيان کابل او د افغانستان نورو سيمو او ښارونو ته ورغلي وو.

هغه وايي د شپې به يې چغې، کوکې او ‌‌‌‌‌‌ډزې اورېدې او داسې ښکارېدل چې دا هر څه يې د ګاونډي په کور کې روان دي. خو سهر به په ریډیو کې موسيقي وه او دا به ويل کېدل چې اولس ‌‌‌‌‌‌ډېر خوشاله دی.

نوموړې په دغو ورځو کې په کابل کې د امريکا په سفارت کې کار کوو. هلته وه چې په امريکا غږ کې د پښتو د نوې څانګې لپاره د خبريالې او برا‌‌‌‌‌‌ډکاسټرې په توګه غوره کړل شوه. خو هلته د کار لپاره به هغه امريکا ته تلله.

د شوروي تر کنټرول لاندې اففانستان نه وتل اسان کار نه وو. د هېواد نه د وتلو په اړه هغې ويليي وو چې د کورنۍ غړي يې په دواو برخو کې د هېواد نه وتلي وو. لومړی سپوژمۍ د خپلې شپږ کلنې لور سره يو ځای د قاچاقبرو [سمګلرانو] په مرسته د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښې بلې غاړې پاکستان ته واوښته. او بيا د هغې مېړه او ځوی په دويم پړاو کې واوښتل.

هغه وايي پاکستان ته د اوړېدو نه مخکې په يو چېک پوسټ افغان او روسي ځواکونو د هغې په اړه پوښتنه وکړه خوقاچاقبرو ورته ووېل چې دا ناروغه ده.

وايي بورکه يې په سر وه نو ځکه هم د چېک پوسټ ساتونکو ته هېڅ معلوم نه شو. هغې به ځکه ويل چې ژوند يې بورکې ژغورلی دی.

سپوژمۍ ميوندي د امريکا د ازادۍ [استقلال] په ورځ (جولايي 4) په کال 1982 کې واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي ته را اورسېده. هم دغه کال د امريکا غږ د پښتو څانګې خپرونې پېل شوې. او سپوژمۍ ميوندي يې د لومړيو همکارانو نه يوه وه. نزدې لس کاله وروسته، سپوژمۍ د پښتو څانګې مشره جوړه شوه—او بيا په 2008م کې د جنوبي اېشيا د برخې مشره شوه.

سپوژمۍ د وي او ای سره نزدې 32 کالو پورې کار کړی. هغې په يوه مرکه کې ويلي وو چې کله په افغانستان کې طالبان واکمن شول نو د ښځو پر ضد د طالبانو فتوو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله يې په پښتو څانګه کې د بشري حقونو په اړه پروګرامونه زيات کړل.

په امريکا کې په يولسم سپټمبر د ترهګرۍ د پېښو او د امريکا لخوا د دغو پېښو تور د القاعده په مشر اسامه بن لادن باندې د پورې کولو وروسته طالبانو باندې فشار وو چې بن لادن امريکا ته ورکړي.

د طالبانو د دريځ معلومولو لپاره سپوژمۍ ميوندي د طالبانو د مشر ملا عمر سره د يولسم سپټمبر د پېښو نه لس ورځې وروسته په ټېلېفون مر که اوکړه خو د وي او ای يو رپوټ وايي چې د خارجه چارو وزارت هغه مرکه لانجمنه کړه. درې ورځې وروسته د وي او ای مشرانو فېصله وکړه او د مرکې ځينې برخې يې خپرې کړې. دا پېښه د سپوژمۍ د خبريالۍ د سفر يو مهم پړاو وو. نوموړې وروسته ويلي وو ښه شوه چې مرکه لانجمنه شوه ځکه چې د خلکو پام ورته لا زيات شو.

د سپوژمۍ د مړينې د خبر اورېدو وروسته په وي او ای کې د هغې هر همکار هغه د يوې خواخوږې، تکړه او په کار پوه ښځې په توګه ياده کړې ده. د هغې پېژندګلو او دوستانو هم په سوشل مې‌‌‌‌‌‌ډيا د سپوژمۍ دغه خصلتونه ياد کړي دي.

سپوژمۍ به تل ويل چې پښتانه د باوري خبرونو تګي او اوږي دي. او په خبرونو ماړه پښتانه يې خوښول. د هغې په مشرۍ کې وي او ای اشنا ټي وي پېل شو او په پاکستان کې د پښتنو لپاره په وي او ای کې د پښتو د بلې څانګې د پيلولو ارماني وه.

د هغې دغه ارمان په کال 2006م کې د وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه په شورو کېدو سر ته اورسېدو. د وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه په جوړولو کې د مېرمن ميوندي رول به تل ياد ساتل کېږي.

د وي او ‌‌‌‌‌‌ډيوه مينه والو ته بايد اووايم چې '‌‌‌‌‌‌ډيوه' ته ‌‌‌‌‌‌ډيوه نامه هم سپوژمۍ خوښه کړې وه. سپوژمۍ به وېل د ‌‌‌‌‌‌ډيوې رڼا ته به پښتانه راغونډیږي.

يادونه: د دې رپورټ جوړلو وړاندې مونږ د مېرمن ميوندي کورنۍ سره د تماس نيولو کوښښ وکړو خو بريالي نه شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG