لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: په شپږو مياشتو کې د ۷۰۰ نه زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوختې


د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان ختيځه صوبه ننګرهار کې د روان کال په لمړو شپږو مياشتو کې ۷۰ ترهګر بريدونه شوي، په دې بريدونو کې ۲۶۰ تنه وژل شوي او د ۵۰۰ نه زيات ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د ساتنې او مشورو د څار ادارې ویلي په ننګرهار کې زیاتې مرګ ژوبلې په ځانمرګو بريدونو کې اوختي دي.

د ادارې مشر عزيز احمد تسل وي او ای سره په خبرو کې ويلي زیاتې مرګ ژوبلې په ځانمرګو بريدونو او په دوېم نمبر د سړک غاړې ښخ ماين چاؤدنو کې شوي دي.

ادارې ويلي په دغو بريدونو کې داعش او طالبانو ډېرې زمه وارۍ منلي او ډېرې داسې دي چې چا یې زمه واري نه ده منلې.

په جون او جولایي مياشتو کې زيات بريدونه داعش کړي او زیاتې مرګ ژوبلې هم په دغو دوه مياشتو کې شوي دي.

د ادارې د راپور ترمخه په ياده موده کې د افغان او امريکا په مشرۍ د اتحادي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ۵۲ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل شوي دي.

داعش په کال ۲۰۱۵م کې په ننګرهار کې راښکاره شوې، د ننګرهار د زياتو پېښو زمه وارۍ هم دې تندروه ډلې منلې دي.

د ننګرهار د پوليس مشر جنرال غلام سنايي ستانکزي ويلي په ننګرهار کې داعش ته زیات تاوان اړول شوی ځکه دا ډله زيات بريدونه کوي.

هغه ويلي په پچيراګام او دي بالا ولسواليو کي داعش زيات په نخښه کړی او امريکايي چارواکي وايي دي بالا يې د داعش نه پاکه کړې ده.

ځينې څيړونکي وايي په ننګرهار کې د داعش لخوا تشدد ځکه زيات شوی چې په دغه ډله فشار سېوا کړی شوی دی.

او افغان چارواکي د دې يو علت دا ښايي چې ننګرهار د پاکستان سره پوله لري او تندلاري په پوله په اسانۍ افغانستان پله اوړي او ترهګري کوي.

ستانکزي ويلي، ننګرهار د پاکستان سره ۲۲۵ کلوميټره (۱۴۰ مليه) خلاصه پوله لري، په کومه چې څو ځايونه داسې دي چې دښمن يې د پاکستان نه افغانستان ته پله راوړېدو پله کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG