لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې ولسي حرکت: په بغلان کې طالبانو موږ ته سپکاوی او د وژنې ګواښ وکړ


د افغانستان دسولې ولسي حرکت ویلي، ولسونو ته د سولې غږ د رسولو او همداراز د سولې په اړه د طالبانو د دریځ د تر لاسه کېدو په هدف یې د زیارت- پنجشنبې په ورځ د بغلان د ډنډِ غوري سیمې له ځايي لسګونو اوسېدونکو سره ولیدل.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست له امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي، د ډنډِ غوري سیمه چې د طالبانو تر واک لاندې ده، د طالبانو د یوې شل کسیزې ډلې له خوا د سولې ولسي حرکت د وړاندې تګ مخه ونیول شوه او هغوی ته یې د سپکاوي تر څنګ د مرګ ګواښ وکړ. وطن دوست وویل:

"د ډنډِغوري اکاخېلو په سیمه کې له طالبانو سره مخامخ شو چې شمېر یې شاوخوا ۲۰ تنه وو، هغوی ښکنځل او سپکاوی وکړ او حتی ګواښ یې راته وکړ، چې که وړاندې نور حرکت وکړو و به وژل شو، موږ له خلکو سره خبرې کولې طالبانو له موږه لوډسپیکر واخیست او غږ یې وکړ که له دې سمیې بیرته ونه ګرځو له توند غبرګون سره به مخامخ شو".

د افغانستان د سولې ولسي حرکت د بلخ پر لور.
د افغانستان د سولې ولسي حرکت د بلخ پر لور.

نوموړي زیاته کړه، د همدې خبرو په مهال د بغلان ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي را ورسید او د سولې ولسي حرکت سره د شوي غبرګون په تړاو یې بخښنه وغوښته خو د هغوی ټینګار هم دا وو، چې د سولې ولسي حرکت دې د طالبانو له سیمو ووځي. ښاغلي وطندوست زیاته کړه:

"کومو کسانو چې زموږ او د طالبانو تر منځ د پېښ شوي تشدد په تړاو منځګړتوب وکړ هغه د طالبانو مرستیال والي وو. موږ هغه ته وویل تاسې وايئ چې د سولې حرکت د امریکا او د نیکولسن پروژه ده، موږ په همدې خاطر راغلي یو که دا ریښتیا هم د امریکا پروژه ده تاسې باید له موږ سره حساب او کتاب وکړئ".

وطندوست ویلي، ولسي حرکت یې تېرماښام د ډنډِغوري له اکاخېلو سیمې را وګرځېد او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د جګړې په لومړۍ کرښه د وزیراباد سیمه کې د شپې له تېرولو وروسته نن د جمعې په ورځ کندز ولایت ته ورسېد.

د افغانستان د سولې ولسي حرکت په بلخ کې.
د افغانستان د سولې ولسي حرکت په بلخ کې.

د سولې ولسي حرکت له هلمنده پیل شو او تر شاوخوا ۶۳۰ کیلومیټره پلي مزل وروسته په تېر وړوکي اختر کې کابل ته ورسېد.

دې حرکت له ولسمشر اشرف غني، د ملګرو ملتونو او اسلامي هیوادونو د نړیوال سازمان له استازو سره ولیدل او همداراز یې د ایران، امریکا، بریتانیا او پاکستان د سفارتونو مخې ته په احتجاجي پرلتونو کې د هغوی له ولسونو د افغانستان د سولې په ټینګښت کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په کابل کې د سولې ولسي حرکت د شاوخوا یوې نیمې میاشتې له تم کېدو وروسته د اګست په ۱۰مه بیا د افغانستان د شمالي ولایتونو پر لور مزل پیل کړ او د سولې په تړاو د ولسونو د همغږۍ په هدف بلخ ولایت ته لاړ او له دې وروسته د هرات ولایت په طرف د تلو اراده لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG