لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جسټس طاهره صفدر د بلوچستان هايکورټ لومړۍ ښځينه مشره قاضي جوړه شوه


د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل ښځينه قاضي حسټس سيده طاهره صفدر د بلوچستان سترې محکمې (هايکورټ) مشره قاضي جوړه شوه.

د جسټس طاهره صفدر نه نن د خالي، شنبې په ورځ د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزي د ګورنر په ماڼۍ کې په يوه دستوره کې سوګند واخيستو.

هغه لومړۍ ښځينه قاضي وه چې په بلوچستان صوبه کې د سېول جج په چوکۍ ناسته وه او نن د سترې محکمې مشره قاضي شوه.

ښاغلې صفدر د بلوچستان د ياد قانون پوهه (وکيل) سيد امتياز باقري حنفي لور ده. هغه په پينځم اکتوبر ۱۹۵۷کې په کوټه کې زېږېدلې ده.

هغې ټولې زدکړې په کوټه کې ترلاسه کړي او په اردو ادب کې يې په کال ۱۹۸۰م کې د بلوچستان پوهنتون نه ماسټري کړې او د يونيورسټي اف لا کالج نه يې د وکالت ډګري ترلاسه کړې ده.

اغلې صفدر په کال ۱۹۸۲م کې د بلوچستان سروس کمېشن امتحان پاس کړی اول د سيشن کورټ قاضي او بيا په کال ۲۰۱۱م کې د بلوچستان هائيکورټ لومړۍ ججه جوړه شوې وه.

سيده طاهره صفدر د پخواني پوځي امر پروېز مشرف پرضد د غدارۍ د قضيې په اورېدنه کې د درې کسيزه قاضيانو د ډلې غړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG