لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نازیه اقبال:سپریم کورټ دې زما ماشومانو لوڼو ته انصاف ورکړي


دپښتو وتلې سندرغاړې نازیه اقبال د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار څخه غوښتنه کړې ده چې د هغې په دوؤ وړو لوڼو د شوي جنسي تیري خبر دې پخپله واخلي.

تیره اوونۍ دپښتو وتلې سندرغاړې نازیه اقبال د پینډۍ په روات تاڼه کې د خپل سکه ورور افتخار علي په ضد دپورټ درج کړی ؤ چې دهغې په دؤؤ وړو لونو یې جنسي تیری کړی دی.

پولیسو د نازیه اقبال رور نیولی اؤ وایي د ډاکټرانو د رپورټ نه په ډاګه شوې چې د نازیه اقبال په لوڼو یو ځل نه بلې څو،څو کرته جنسي تیری شوی دی.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې نازیه اقبال ویلي هغه د یوې مور په صفت نه شي ویلی چې دغه د وحست پیښې یې ژوند څومره لړزولی دی

د نازیه اقبال یوه لور لس کلنه اؤ بله شپږ کلنه ده اؤ نازیه اقبال وایي چې اوس هم د هغې لوڼه په خوب کې وریري هغې ته چغې وهي چې “ماما به راشې مونږ به مړې کړي”

میرمن نازیه وایي دخپلو لوڼو دحفاظت نه کله هم بې فکره نه ده پاتې شوې همدغه وجه ده چې په بل چا یې دباور نه کولو اؤ خپل رور یې د سوات نه د خپلو بچو د پاملرنې دپاره خپل کور ته راغوښتی ؤ

خو دهغې په وینا چې” رور دې دعزت غل شي نو باور په چا کوې ؟””

نازیه اقبال وویل دهغې د ماشومانو لوڼو ژوند دهغې رور تباه کړو اؤ هغه ځکه په دې زیاتي غلې پاتې نه شوه چې په راتلونکي کې نور خلک بیدار کړي چې دخپلو بچو د حفاظت لړ کې باید په هیچا باور ونکړي

هغې په ژړا کې وویل “چې زما د ابۍ سکه راوړی ، زما د ماشومانو لوڼو سره داسې غلط کار کولی شي نو په هیچا باور نه دی پکار اؤ باید هر مور ، پلار دخپل اولاد حفاظت ته پخپله پام وکړي”

نازیه اقبال وویل د تیر یو نیم کال راهسې د هغې رور افتخار علي د هغې په لوڼو جنسي تیری کولو خو دغه ماشومانې یې ویرؤلې وې چې چاکه چاته یې حال وویلو نو مړې به یې کړي.

د نازیه اقبال زلمي رور افتخار علي چې دا مهال د پولیسو په ولکه کې دی پولیسو اؤ خبریالانو ته یې منلې چې هغه پخپلو خورزو جنسي تیری کړی اؤ وایي” مانه ډیره غلطي شوې باید معافي راته وکړل شي”

ددغه دوسیې په پلټنو بوخت پولیس افسر سعید خان خبریالانو ته ویلي چې د پولیسو د رپورټ نه د نازیه اقبال په لوڼو دجنسي تیري پخلی شوی اؤ اوس به د تورن شخص ډي این ای کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG