لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان په قونصلګرۍ کې مې لاس وهنه نه ده کړې، حيات الله
تازه خبر

د پاکستان په قونصلګرۍ کې مې لاس وهنه نه ده کړې، حيات الله


د افغانستان د ننګرهار ولايت ګورنر حیات الله حيات ويلي په جلال اباد کې يې د پاکستان د قونصلګرۍ په چارو کې لاس وهنه نه ده کړې.

پاکستان د جمعې په ورځ په جلال اباد کې خپله قونصلګري تړلې او تور یې لګولی چې د ننګرهار ولايت ګورنر د قونصلګرۍ په چارو کې لاس وهنه کوي، خو حيات دغه تورونه رد کړي دي.

د افغان رسنيو ترمخه حیات ويلي دوی حق لري چې د افغانستان او نړيوالو قوانينو لاندې په قونصلګرۍ کې دننه او بهر د خپلو وګړو د ساتنې او غبن د مخنيوي دپاره ګامونه واخلي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي په کابل کې د پاکستان د سفارتخانې په رابطه کې دي، تر څو په جلال اباد کې د پاکستان د قونصلګرۍ په سر جوړه شخړه هواره کړي.

کابل کې د پاکستان سفارتخانې ويلي قونصلګري به تر هغې تړلې وي څو پورې چې د قونصلګرۍ د امنیت پوره ګامونه نه وي پورته کړی شوي او سفارتخانه په اعتماد کې نه وي اخيستل شوي.

راپورونه وايي د خالي، شنبې په ورځ په کابل کې افغان او پاکستاني چارواکو د قونصلګرۍ په تړاؤ خبرې کړي دي.

افغان چارواکو ويلي په نزديو کې به قونصلګري خلاصه کړی شي.

خو د پاکستان د حکومت لخوا په دغه اړوند کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

راپورونه د پاکستاني چارواکو له قوله وايي د جلال اباد په قونصلګرۍ کې په يوه ورځ کې درې زره افغانانو ته ويزې ورکول کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG