لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان په سپين وام کې په دوېمه ورځ د ګرځبنديز پرضد احتجاجي مظاهره دوام لري


د شمالي وزيرستان د سپين وام تحصيل په مرکز باندې په دوېمه ورځ احتجاجي ناسته روانه ده او ځايي خلک غوښتنه کوي چې د غېر اعلاني ګرځبندېز (کرفيو) لګول دې بند شي، بېټني سکاؤټس دې د سېمې څخه لرې کړی شي او نيول شوي کسان دې خوشي کړل شي.

د شمالي وزيرستان د سپين وام تحصيل اوسېدونکی عمران چې په خپله په احتجاجي ناسته کې ګډون کوي، وايي پرون احتجاجي ناسته ده پېل شوې او نن ورته ځايي سياسي مشران، د سيمې د ځوانانو د سازمان غړي او نور عام خلک د سلګونو په شمېره کې راروان دي.

يو بل تن ګل رحمان وايي دوی د ټي ټي مداخېل علاقې نه احتجاجي لاريون پېل کړی او د سپين وام پورې ۲۵ کلوميټره سفر يې کړی ځکه چې په علاقه کې کرفیو په ځاې وه.

هغه تور ولګوؤ چې په کرفيو کې امنيتي ځواکونو په عامو خلکو تشدد کولو او ټولې لارې ورپسې تړلې وې له دې وروسته د دوی سره د احتجاج پرته بله لار نه وه پاتې.

د احتجاجي ناستې دپاره د ۳۰ کسيزه کمېټۍ غړی اياز بيا وايي، چې په علاقه کې په امنيتي ځواکونو چاؤدنه وشوه د هغې وروستو بیا کرفيو ولګول شوه، ځواکونو بيا بې د تپوسه په کورونو کې د لټون عمليات پېل کړل او تور يې ولګوؤ چې امنيتي ځواکونو مشران بوډاګان او ماشومان د کورنو نه بهر په سرو غرمو ودرولي او قميصونه يې ترې ويستلې ؤ.

هغه وويل چې له دې وروستو بیا د کلي خلک په احتجاج راوتلي او انتظامي چارواکو ورسره خبرې پېل کړي او دوی ورته خپلې غوښتنې وړاندې کړي چې غېر اعلاني کرفیو به نه لګول کيږي، او په سيمه کې چې د بېټني سکاؤټ په نوم کوم ځواک دی هغه دې لرې کړی شي ځکه چې خلک ترې تنګ راغلي دي.

اياز وويل درېمه غوښتنه يې د کرفيو په مهال نيول شوي کسان دي چې هغه دې خوشي کړی شي خو هغه د نيول شوؤ کسانو شمېره ونه ښودله.

هغه وويل انتظاميه يې غوښتنې مني خو دوی ترې د غوښتنو منلو باور په ليکلې بڼه غواړي.

په ټي ټي مداخېل کې د امنيتي ځواکونو په وېنا درې ورځې وړاندې چاؤدنه شوې او د هغې په اساس بيا امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او څو مشکوک کسان نيول شوي دي تر څو د هغو نه پوښتنې وکړي او رسمي کرفیو نه وه لګول شوې.

د شمالي وزيرستان انتظاميه هم پخلی کوی چې پرامنه احتجاجي ناسته روانه ده او دوی ورسره خبرې کوي او هڅه کوي چې غوښتنې يې ومني.

خو په سيمه کې امنيتي او انتظامي چارواکي د نوم په ريکارډ راوستلو څخه ډډه کوي.

تېره مياشت د شمالي وزيرستان په مرکز ميران شاه کې هم يوه احتجاجي ناسته شوې او د پارليمان د غړي محسن داوړ په مشرۍ تر درېو ورځو پورې روانې احتجاج وروستو ښاغلي داوړ ادعا کړې وه چې امنيتي او ځايي انتظامیې يې غوښتنې منلي وې.

هغه ويلي ؤ چې د دوی په غوښتنو کې په سيمه کې د ځايي مشرانو او انتظامي چارواکو پرته به امنیتي ځواکونه کورونو ته نه ننوځي، غېراعلاني ګرځبندېز به نه وي، او د هغه په وېنا په احتجاجي مظاهره چيانو د ډزو پلټنې او وژل شوؤ او ژوبلو ته به د پنجاب غوندې پېکج يا مالي معاوضه ورکولی شي، دا غوښتنې يې منل شوې وې.

خو د محسن داوړ د خبرو وروستو د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور يو ټويټ کړی او ويلي يې ؤ چې يواځې د پلټنو ويل شوي او د کورټ مارشل يا د پوځي محکمې د قانون لاندې د سزا باور نه ؤ ورکړی شوی، او هغه ويلي ؤ چې د پوځ په ډزو څوک نه دي وژل شوي.

په دغو ادعاؤ د دواړو فريقو لخوا بيا په سوشل میډيا جوابي تکرار شوی او محسن داوړ بيا د ډزو ويډيو خپرې کړې وې چې په مظاهره چيانو د پوځي چيک پوستې څخې ډزې شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG