پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند (ای اېن پي) په تېرو عامو انتخاباتو کې کاندید محمد ابرار خليل سره د خوريي د نامالو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
د ای اېن پي عمومي سېکتر ميا افتخار حسېن د ابرارخليل د وژنې غندنه کړې او د حکومت نه يې غوښتنه کړې چې قاتلان دې زر تر زره ونيول شي.
ابرارخليل په تېرو عامو انتخاباتو کې د پېښور نه د (پي کی ۷۴) حلقې د اېن اېن پي کانديد ؤ.
راپورونه وايي په خليل باندې د پېښور په تهکال سيمه کې نامالومو موټرسايکل سورو وسله والو ډزې کړي دي.
د ای اېن پي د ځوانانو د څانګې (اېن وايي او) مشرې پلوشه عباس د ابرارخليل د وژنې پخلی کړی او ويلي يې دي د وژنې علت نه دی مالوم چې په شا يې د چا لاس دی.
خو هغې وويل که هر څه وي دا د حکومت زمه واري ده چې د دوی مشرانو او عهده دارو ته تحفظ ورکړي.
د کال ۲۰۱۸ د انتخابي کمپاين په مهال هم په پېښور کې د ای اېن پي د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او د پي کی ۷۸حلقې کانديد هارون بلور په ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ.
ميا افتخار حسېن په خپله هم وايي د تېرې يوې مودې نه د سختو ګواښونو سره مخ دی.