لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اریبا خان په پښتو نه پوهیږي خو د پښتنو په زړونو راج کول غواړي


لوړه دنگه،سره سپينه، دسرو طلايي اوږدو زلفو لرونکې دا پيغله اريبا خان ده ،چې په دې اميد دپښتو فلمونو ميدان ته راوتلې چې نورو ټولو هيروئنو ته په ماتې ورکولو به د پښتو فلم دمينه والو په زړونو خپل راج قائموي .

شل کلنه اريباخان په خټه پنجابۍ ده اؤ پنجاب په سرښارلاهور کې زيږيدلې ده.

د پښتو فلمونو ته څلور کاله وړاندې راوتلې ده اؤ تر اوسه یې په ګڼو فلمونو کې د هیروئن په توګه مرکزي کردارونه لوبولي دي.

اريباخان په پښتو نه پوهيږي اؤ زیاتره مهال فلمونو کې دکار کولو په مهال له دې خبزې هم خبر نه وي چې په کوم فلم کې کار کوي ددغه فلم قيصه څه ده؟ خو وايي پښتو فلمونو ته په بشپړاعتماد سره راوتلې ده ، خلک یې فلمونو کې کار خوښوي اؤ باور لري چې ترټولو هيروئنو زياته کاميابي به ترلاسه کوي.

د خپل یو نوي جوړیدونکي فلم په سيټ وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره ځانگړو خبرو کې پيغلې اريباخان وويل “دفن هيڅ ژبه يا سرحد نه وي ځکه نو ما دپاره هم دا کومه گرانه خبره نه ده چې په پښتو ژبه کې فلمونه جوړ کړم”

اريباخان وايي هغې تر څوارلسم جماعته زده کړې کړي اؤ غواړي نورې زده کړې هم وکړي خو د فن سره مینې فلمي دنيا ته راوستې ده اؤ داخپله خوش نصيبي گڼي چې پښتو فلمونو کې ورته مرکزي يا دهيروئن کردار ورکړل کیږي.

اريباخان نه چې کله پوښتنه وشوه د پښتنو دکلتور اؤ دپښتو د زړو فلمونو نه اگاهي لرې ؟ وئ وئيل “نا- خو په فلمونو کې راسره زیاتره ډير سنئير اداکاران کار کوي اؤ ماته موقعه په لاس راځي چې ددغو فنکارانو د صلاحيتونو په رڼا کې خپل صلاحيتونه راڅرگند کړم اؤ پښتو فلم انډسټرۍ کې ځانله يو جوت مقام جوړ کړم”

هغې وويل پينځوؤ نوو جوړيدونکو پښتو فلمونو کې يې د هيروئن په توگه د کار کولو تړون کړى اؤ باوري ده چې د خپلو غوره فني صلاحيتونو له امله به په نورو ټولو هيروئنو سبقت ومومي.

کله چې دهغې نه پوښتنه وشوه چې په کوم فلم کې کار کوي ددې په قيصه دې ځان پوئ کړى ؟ وئ وئيل “نه قيصې نه خو يې نه يم خبر خو دا راته معلومه ده چې زۀ پکې هيروئن يم”

اريباخان وويل پښتنې ميرمنې د فلم انډسټرۍ د ماحول نه ويريږي اؤ له دغې ويرې فلمونو کې دکار کولو څخه ډډه کوي “خو زۀ پښتنو جينکو ته وايم چې هيڅ نيشته، کله چې بنيادم پخپله ښه وي نو مدام ورته ښه ماحول په لاس ورځي ځکه نو پښتنې جينکۍ دې هم ښۀ په ډاډه زړۀ فلمي دنيا ته راشي”

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG