لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیواد سره دغدارۍ په تور یو افغان پوځي ته دمرګ سزا اورول شوې


په افغانستان کې یوې سیمه ییزې محکمې دافغان پوځ یو سرتیري ته له دې امله د مرګ سزا اورولې چې دهیواد اؤ نظام سره په غدارۍ کولو یې پوځي پوسته طالبانو ته سپارلې وه.

دافغانستان خبري اژانس پژواک وایي افغان پوځي ته دغه سزا دافغانستان په شمال کې یوې سیمه ییزې محکمې وروسته له هغې سپارل شوې چې په هغه جرم ثابت شو.

د دوسیې اوریدنې په مهال د یادې محکمې څارنوال شمس الرحمان ابراهم خېل ویلي د محمد ابرار په نوم دملي اردو دغه سرتیري دخپل یو بل ملګري احمد شاکر سره په ګډه په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په سرپل ولایت کې یوه امنیتي پوسته د ۱۰ سرتیرو اؤ وسلو سره طالبانو ته سپارلې وه اؤ له دغه ځایه تښتیدلی ؤ.

هغه وویل دوه کاله ورووسته بیا محمد ابرابر په نورستان ولایت کې ونیول شو اؤ محکمه کې پرې جرم ثابت شو.

خو پژواک وایي چې دمحمد ابرابر په نوم دغه سرتیري د خپل جرم منلو نه انکار کړی اؤ دریځ یې خپل کړی چې په هغه لګول شوي تورونه حققیت نه لري.

هغه ویلي طالبانو په یاده پوسته برید کړی ؤ ، ددوئ لاسونه اؤ‌ پښې یې تړلې وې اؤ نور پوځيان اؤ وسلې یې دځان سره وړې وې.

محکمې دغه سرتیري ته دمرګ تر څنګ د څلور لکه افغانیو دجرمانې سزا هم اورولې ده خو هغه ته دسیمه ییزې محکمې ددغه پریکړې په ضد د هیواد نورو عالي محکمو ته د مراجعې حق ترلاسه دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG