لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: په افغانستان کې روانه جګړه د خلکو او اساسي قانون پرضد ده


د افغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني ويلي، دافغانستان امنیت اوثبات د يو غټ سازش او ګواښ سره مخامخ دی او په هېواد کې روانه جګړه د افغانستان د خلکو او اساسي قانون پرضد ده.

نوموړي دغه خبره د خالي يا شنبې په ورځ ناوخته لوړپوړوامنیتي چارواکو اودکابل ښارختیځې سیمې له قومي مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې د شهید اونۍ د لمانځلو لپاره د امنیتي پلانونو د څرنګوالي په هدف جوړه شوې غونډه کې کړې ده.

محمد اشرف غني وايي، د کابل ښار د تیرې چهارشنبې په ورځ د پهلوانۍ په کلپ د ترهګرو د شوي برید څخه دا څرګندیږي چې اوسنۍ روانه جګړه دافغانستان د خلکو او اساسني قانون پرضد پېل شوې ده.

په دې ګډه ناسته کې دکابل ښار ختیځې سیمو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې ویلي په کابل ښار کې وروستیو تروریستي بریدونو وښوده چې زموږ د خلکو د امنیت دښمنان د افغانستان د خلکو په مقابل کې د تنظیم شويو دسیسو له لارې غواړي،سرسراي امنیت له ګواښ سره مخ کړي او د حکومت او ملت ترمنځ فاصلې رامنځته کړي.

ولسي استازو د ملي او مذهبي مراسیمو د لمانځلو او همداراز د جوماتونو ،تکایاوو، ښوونیزو، ورزشي اونورو امنیتي پلاونو په پیاوړتیا ټینګار وکړاو ژمنه وشوه چې عام ولسي خلک به له امنیتي ځواکونو سره یو ځای دامنیت په ټنیګښت کې مرسته کوي.

جمهور رییس محمد اشرف غني دامنیتي چارواکو او ولسي استازو سره په خبرو کې ویلي دکابل ښار دامنیت لپاره اخیستل شوي ګامونه دقناعت وړ نه دی اولار ښونه یې وکړه چې چې د کابل د لویدیځې سیمې په ګډون دې کابل ښار په څلورو امنیتي زونونو وویشل شي چې دا مهال د امنیتي همغږۍ مرکز د کابل په لویدیځه برخه کې فعال دی چې راتلونکي کې به په اساسي امنیتي مرکز بدل شي.

دافغانستان جمهور ريس محمدا شرف غني دکابل ښار دامنیت دلا تیګښت لپاره امنیتي ادارو ته په داسې حال کې دیوې ځانګړې طرحې دجوړیدو او دهغې دپلي کیدو سپارښتنه وکړه چې په دې وروستیو کې دکابل ښارلویدځه برخه کې کوم چې زیات اوسیدونکی یې هزاره میشت وګړي دي د داعش ډلې لخوا پرې بریدونه ترسره شوي او لسګونو عامو ولسي خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG