لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان غوره ليګ راتلونکې میاشت پېليږي، پينځه لوبډلې پکې برخه اخلي


د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ویلي، د افغانستان غوره ليګ (ای پي اېل) به د راتلونکې اکتوبر په پينځمه نېټه پېلیږي او پينځه لوبډلې به پکې برخه اخلي.

خبري غونډې ته په وېنا کې مشعل د غوره ليګ په اړوند ويلي، د کرکټ نړيوالې شورا نه او د متحده عرب اماراتو نه يې د ليګ د لوبو دپاره هم منظوري ترلاسه کړې ده.

هغه وويل په ليګ کې به ټيم کابل، ټيم بلخ، ټيم ننګرهار، ټيم قندهار او ټيم پکتيا برخه واخلي.

نوموړي وويل په ليګ کې به ټولې ۲۰ لوبې کيږي چې پکې به دوه سيمې فائنلې او يو فائنل وي، هره لوبډله به دوه لوبې کوي، او لوبې به مازيګر په څلور او ماسخوتن په اته بجې پېليږي.

هغه زیاته کړې په دې ليګ کې به ۵۱ افغان لوبغاړي ولوبيږي، افغانان به په خپله د ليګ په زياترو چارو کې کې په خپله برخه لري.

د ليګ نه د لاس ته راوړنو په اړوند مشعل وويل دا ليګ به د افغان لوبغاړو د وړتيا دپاره ښه فلېټ فارم وي، دا ليګ به د کال په سر شپږ سوه زره امريکايي ډالره افغان کرکټ بورډ ته ورکوي دا يې مالي ګټه ده، دغه ډول ۵۱ لوبغاړو ته به ترې مالي ګټې ترلاسه شي او د دې ليګ نه به ښه افغان لوبغاړي مخې ته راشي.

په هره لوبډله کې به اووه بهرني لوبغاړي شامل وي او د لوبډلو مالکان کولی شي چې د ۲۰ پورې لوبغاړي واخلي.

مشعل وويل، په بهرنيو لوبغاړو کې د پاکستان، بنګله دېش، سري لنکا، وېسټ انډيز، د جنوبي افريقا، اسټريليا، انګلېنډ، ائيرلېنډ، زمبابوی، متحده عرب اماراتو، سکاټ لېنډ، کينيا او کانګ نه هم لوبغاړو زمونږ سره ځانونه رجسټرډ کړي دي تر څو په لوبو کې برخه واخلي.

هغه وويل د پاکستان کرکټ بورډ د نوي مشر سره یې خبرې شوي او دوی تمه لري چې د پاکستان کرکټ بورډ به خپلو لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې په ای پي اېل ولوبيږي.

د مشعل په وېنا افغانستان دا وخت د ايي سي سي پوره ممبر دی او اوس به يې لوبډله هم ځان د نورو پوره غړو هېوادونو په څېر ښايي.

نوموړي په ليګ کې د لوبغاړو د اخيستو په اړوند تفصيلي خبرې کړي او زياته کړې يې ده چې په هېواد کې به شپږيزو لوبو ته دوام ورکوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG