لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون تحفظ موومنټ د خپلو پلویانو د خوشي کېدو لپاره په لویو ښارونو کې احتجاجونه کړي


واشنګټن ـــ پښتون تحفظ موومنټ نن د یو ځل بیا د خپلو بندي پلویانو د خوشي کېدو، په وزیرستان کې د هدفي وژنو د نوې لړۍ په ضد او د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار ته د سزا ورکولو لپاره د پاکستان په لویو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې کړې دي.

دغه مظاهرې د دې تحریک د مشر منظور پښتین له خوا اعلان شوې وې، چې وایي د تحریک غړي یې حیات پرېغل، سلیم جعفر، مولانا رویدالله او ولایت اپریدی تر اوسه بندیان دي چې د ده په وینا هیڅ جرم یې نه دی کړی، خو وایي راو انوار ازاد ګرځي، چې وایي د نقیب مسید په ګډون د ۴۴۰ کسانو په وژنه تورن دی.

د کوټې د پریس کلب مخې ته د دې تحریک یوه غړي رزاق غورځنګ پخپله وینا کې وویل، په پاکستان کې دې ټول جبري بې درکه خلک عدالتونو ته وړاندې شي، ځکه چې وایي په غیرعدالتي توګه د خلکو وړل قانوني جرم دی:

"بغیر له څه ثبوته چې په غیرعدالتي توګه یو څوک اغوا کېږي، دا یو ډېر غټ جرم دی ځکه چې دلته قانون او جمهوري حقوق موجود دي، موږ به هر وخت د دې په خلاف مزاحمت کوو".

په ډېره اسماعیل خان ښار کې احتجاج کوونکو له حق نواز پارکه تر پانوالا بازار پورې لاریون وکړ. د مولانا طاهر په نوم یوه احتجاج کوونکي وي.او.اې ډیوه ته وویل، د دوی ټول ملګرو هیڅ جرم نه دی کړی او په دې تور نیول شوي چې د خپلو حقونو لپاره یې ږغ پورته کاوه:

"چې تر څو یې حیات پرېغل، سلیم جعفر او مولانا رویدالله را خوشي شوي نه وي، نو پوره پنجاب او اسلام اباد به بندوو او موږ به ډېر زر په اسلام اباد کې د لویې احتجاجي ناستې اعلان کوو".

د نهې- سه شنبې په ماځیګر د پښتون تحفظ موومنټ له خوا په پېښور، بنو، مردان، ډېره اسماعیل خان، کوټه، چمن او لاهور کې یو په بل پسې احتجاجي مظاهرې وشوې چې په هره یوه کې سلګونه خلکو ګډون کړی وو.

احتجاج کوونکو د ترهګرۍ په ضد شعارونه ورکول او همدارنګه یې په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې، چې د دې تحریک د نیول شویو کسانو د خوشي کېدو او راو انواز ته د مرګ د سزا او په وزیرستان کې د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنې ورباندې لیکل شوې وې.

په پېښور کې د پښتون تحفظ موومنټ مظاهرې ته د دې تحریک یوه غړي ډاکټر عبدالحی وزیر وویل، حکومت او نورو ریاستي ادارو د دوی پینځه غوښتنې ورسره منلې دي خو عملي کوي یې نه:

"نن هم زموږ ملګري د زندان شاته پراته دي، زموږ بې ګناه ملګري یا وژني یا یې وېروي او یا یې قیدوي، موږ له نړیوالې ټولنې خواست کوو چې د پاکستان دغو ظلمونو ته دې پام وکړي".

د پاکستان په سرکاري او غیرسرکاري رسنیو کې د پښتون تحفظ موومنټ د احتجاجي مظاهرو په اړه هیڅ نه راغلي او نه هم چارواکو د دې تحریک د دعوو په ځواب کې څه ویلي دي، چې وایي د دوی ملګري یې بې جرمه نیولي دي.

د پاکستان پوځ او تېر حکومت د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې پر ځای ګڼلې وې او تېر حکومت ورسره د مذاکراتو لپاره یوه جرګه هم جوړه کړې وه، خو خبرو یې کومه نتیجه نه وه ورکړې.

د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم تر عامو انتخاباتو مخکې د دې تحریک غوښتنې آییني او قانوني بللې وې، خو د حکومت تر جوړېدو وروسته یې د هغوی د غوښتنو د حل کولو لپاره کومه نوې تګلاره نه ده اعلان کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG