لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: د مذهب د سپکاوي په تور د دينې مدرسې استازه په تشدد وژل شوې


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د جينکو د مدرسې استازه يا معلمه نورو درېو ديني عالمانو جينکو يا ښځو په چړو چاکوانو وهلې او وژلې ده. پوليس دغه پېښه تاييدوي او وايي په چړو چاکوانو ګوزارونه کوونکې درې واړه ښځې يې نيولي او مقدمه يې پرې درج کړې ده.

د ډېره اسماعيل خان د کېنټ تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) عظيم الله وزیر وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، نن د نهې/ سه شنبې په سهار (29 مارچ) دا پېښه په انجم اباد علاقه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل، "دا څلور واړه ښځې يا جينکۍ د يوې مدرسې زده کوونکې پاتې شوي دي، او دوی د دغه پېښې وروسته هغه درې واړه ښځې نيولي چا چې بله ښځه په چړو چاکوانو وژلې ده، دغه درې واړه د يوې کورنۍ سره تعلق لري او پوليس ته یې منلې ده چې دغه ښځه د ښځو په دينې مدرسه (جامع اسلاميه فلاح البنات) کې استازه وه او دوی د توهين رسالت په تور وژلې ده".

د پوليس افسر په خبره د وژل شوې او په هغې د بريد کوونکو جينکو د دواړو د کورنیو تعلق د جنوبي وزيرستان مسيد قبیلې سره دی.

د یادې مدرسې چې استازه یې وژل شوې، مالک او استاز محمد شفيع الله وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، "دغه جينکۍ چې نن یې د هغه د مدرسې استازه وژلې، په دوی کې يوې وړاندې هم د دوی په مدرسه تور لګولی چې دلته زده کړې سمې نه کيږي او دا ګستاخ دي خو بيا يې څو میاشتې وروسته بيا د دوی نه معافي غوښتې وه او دغه خبره ختمه شوې وه".

هغه وویل "دغه جينۍ چې نن د مذهب د سپکاوي په تور دغو نورو جينکو وژلې، دا د دوه کالو نه د هغه سره په مدرسه کې استازه وه، پاکه جينۍ وه او د ګستاخ رسول هیڅ خبره پکې هغه نه ده ليدلې".

هغه زياته کړه د ده خپله مدرسه د وفاق المدارس سره رجسټرډ ده او 120 جينکۍ پکې ديني زده کړې کوي او دغو نورو جينکو په خپل کور کې ځانته مدرسه جوړه کړې ده.

د دغه پېښې يو عېني شاهد چې خپل نوم يې نه څرګندول غوښته، وي او اې ډيوه ته يې ویلي، " دا وژل شوې ښځه چې په دينې مدرسه کې استازه وه او هره ورځ به مدرسې ته په رکشه کې راتله، نن سهار چې راغله د مدرسې په دروازه کې ورته درې جینکۍ يا ښځې ولاړې وې، او نېغ يې په دغه ښځې په ډنډو ګوزارونه شورو کړه".

هغه وویل "دی بيا خپل کور ته ننوتو چې ښځې په جګړه دي د خپل کور ښځې راولي او ښځې د يو بل نه خلاصې کړي خو چې هغه بهر بيا راتلو، بيا دغه ښځه چې استازه ده مړه پرته وه، او دا نورې ښځې په موقع نه وې".

ځايي خلکو هم دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي دغه جينکۍ چې بله استازه يې وژلې دوی هم په خپل کور کې مدرسه لري، او چې کله پوليس بيا دغه جینکۍ د کوره بوتللې دغو جينکو د ګستاخ رسول نعرې هم وهلې.

د پوليسو يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په سر وي او اې ډيوه ته وویل، "چې دغو څلور واړو جينکو يا ښځو د وړاندې نه په يوه مدرسه کې شريک سبق ويلو او دوی د هغه وخت نه د يو بل سره نظرياتي فکري اختلاف لرلو او بدلې بدلې مذهبي نظريې يې منلې، او د لومړو ابتدايي مالوماتو ترمخه د دغه پېښې علت هم مذهبي نظرياتي اختلاف دي".

هغه وویل دوی د نیول شوو جينکو نه پلټنې پېل کړي دي.

پوليس لوړ پوړو چارواکو هم دغه پېښه تاييد کړې او ویلي يې دي د نیول شوو جينکو پرضد مقدمه درج کړی شوې، نيول شوي او پلټنې ترې پېل کړی شوي دي.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي خبرونه مخې ته راځي او د مذهب د سپکاوي په تور وژنې هم کيږي.

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز وايي، "که دغه پېښه رښتيا وي، دا به ډېره د اندېښنې وړ وي چې د مدرسې جينکو هم دغه د توهين مذهب يا توهين رسالت په نوم وژنه کړې ده".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "اسلامي نظرياتي کونسل په دې قرارداد پاس کړی دی چې افرادو ته په داسې پېښو کې د قانون په لاس کې اخستو اجازت نشته، دا د رياست کار دی".

ښاغلي قبله اياز زياته کړه، "يوه قومي هڅه پکار ده، رياست به خپل اقدامات کوي، خو د هر جومات نه، د هر ممبر نه، د هر سکول نه په هر ځای کې اوس پکار ده چې دا شی راشي چې د انساني احترام دپاره خبره وشي او دا کار قابو کړی شي، ډېره د افسوس خبره ده چې جينکو ته هم دا خبره ورسېده، ځوانان او پېغلې هم په دې جذباتیت کې راغلې دا ډېر د پرېشانې خبر دی".

په پاکستان کې د لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکي غېردولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په خپل يو رپوټ کې ويلي وو چې په پاکستان کې په کال 2021 کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې 84 مقدمې درج شوې وې.

د رپورټ ترمخه تېر کال د مذهب د سپکاوي تر ټولو زیاتې 80 سلنه پېښې په پنجاب ايالت کې مخې ته راغلې وې.

هم د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان د سینیټ د بشري حقونو کمېټۍ ته ویل شوي وو چې په دې وروستیو کې د هېواد دننه د مذهب د سپکاوى په نامه د خونړي تشدد په پېښو کې90 فيصدي ځوان کول ککړ موندل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG