لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دننګرهار ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ شمیره ۶۷ؤ ته رسیدلې


دپاکستان د پولې ترڅنګ دافغانستان دختیز ولایت ننګرهار په مهمند ولسوالۍ کې پرون په شوي ځانمرګي برید کې دمړو شمیره ۶۷ تنو ته رسیدلې ده.

دغه برید د سه شنبې په ماسپښین په هاغو لاریوون کوونکو شوی ؤ چې د سیمې دپولیسو د یو مشر په ضد یې احتجاج کولو.

د ننګرهار دعامې روغتیا دریاست ویاند انعام الله میاخیل امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي،له پرونۍ ځانمرګی برید وروسته اکثره ټپیان حکومتي روغتونو ته درملنې پرځای نورو روغتونونو ته لیږدل شوي او همدا راز دګڼ شمیر وژل شوؤ کسانوجسدونه هم خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

نوموړي وویل"سیمه ییز مسئولین داوښتوتلفاتو دشمیر معلومو لپاره کورپه کور،دیره په دیره اوکلي په کلي وګرځیدل اوله مونږسره او له ولسوالانواو قومي مشرانو څخه ترلاسه شويو دقیقو معلوماتو له مخې د وژل شویو کسانو د شمیر کچه ۶۸ تنو ته او همداراز دټپي شویو کسانو شمیر۱۶۵ تنوته رسیدلی دی"

همدارازدسه شنبې ورځې په سهار شاوخوا ۸ بجې د ننګرهار ولایت په مرکز او په بهسودو ولسوالۍ کې دنجونو اوهلکانود دریوښونځیو مخې ته درې بمي چاودنې هم ترسره شوې وې.

د دې بریدونو زمه واري تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې خو تردې وړاندې په ننګرهار کې داکثره شویو بریدونو پړه داعش ډلې منلې ده.

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دننګرهار ولایت په ممندرې ولسوالۍ کې پرلاریون کوونکو شوی برید غندلی اؤ ویلي یې دي،پرافغان ولس تحمیل شوې روانه جکړه هیڅ مشروعیت نه لري.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې جمهور ريیس غني پرملکي تاسیساتو،جوماتونو ښوونځیو ،ماشومانواو پرعامو خلکو بریدونه دبشرضد جنایت ګڼلی.

نوموړی وايي،دافغانستان دښمنانو وحشت خپور کړی او په دې ډول وحشي کړنوسره دافغان وګړو روښانه راتلونکي او باثباته افغانستان اراده نه شي کمزورې کیدلی.

همدارازدافغانستان لپاره دملګرو ملتوو ادارې هم په ننګرهار کې پرعامو ولسي خلکو دشوي ځانمرګي برید غندنه وکړه.

دملګروملتونود ادارې مشرتادا میچي یاماموتو په یوه بیان کې پردې پیښې ژوره اندیښنه څرګندهکړې او ویلي دی چې د ولسي خلکو په نخښه کول دبشرضد سترجنایت دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG