لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که پاکستان د ايي اېم اېف نه قرضه غواړي امريکا به يې مخالفت ونه کړي، د فواد چوهدري ادعا


د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جولايۍ د مياشتې په وروستيو کې نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ته خبرداری ورکړی ؤ چې د چين قرضداري د پاکستان نوي حکومت ته قرض نه ورکوي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ادعا کړې چې پومپيو د پاکستان د سفر په مهال دوی ته باور ورکړی چې که اسلام اباد د ايي اېم اېف نه قرض غواړي نو واشنګټن به يې مخالفت نه کوي.

چوهدري دغه خبره رويټرز خبري ادارې ته کړې ده.

د چوهدري په وېنا پومپيو دغه باور د پاکستان د وروستي تازه سفر په مهال پاکستاني چارواکو سره په ليدنه کې ورکړی ؤ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د چوهدري بيان ته په غبرګون کې ويلي واشنګټن پاکستان خوشحاله ليدل غواړي تر څو په سيمه کې د ثبات دپاره مثبت رول ولوبوي.

وزارت ويلي، دوی ګڼي چې پاکستان ايي اېم اېف ته خواست نه دی کړی خو د مرستې خواست وکړي نو دوی به د خواست جاج اخلي.

مايک پومپيو د جولایۍ په وروستيو کې سي اېن بي سي سره په خبرو کې ویلي ؤ،

"هيڅ غلطي دې ونه شي، مونږ ګورو چې ايي اېم اېف څه کوي"، "دا خبره هيڅ منطق نه لري چې چې د ايي اېم اېف د ټېکس ډالر او د هغې سره اړونده امريکايي ډالر چې د ايي اېم اېف د فنډ برخه ده د چين د بانډز يا په خپله د چين په کار راشي".

د مايک پومپيو د پاکستان د سفر وروستو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هېدر نويرټ ويلي ؤ، چې پومپيو د پاکستان د وزيراعظم، پوځي مشر او بهرنيو چارو وزير سره ليدلي او د امريکا پېغام يې ورته ورکړی دی.

هغې ويلي، په دغو ناستو کې پومپيو ټينګار کړی چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول مهم دی او پېغام يې ورکړی ؤ چې د سيمې د سولې او ثبات ته ګواښ ترهګرو پرضد د پاکستان پرېکنده اقداماتو ته اړتيا لري.

عمران خان وايي پاکستان دا وخت د خپل تاريخ تر ټولو زيات معاشي بحران ښکار دی.

پاکستاني چارواکي وايي په دغه اړوند پاليسۍ جوړوي چې ايي اېم اېف ته لاړ نه شي خو څيړونکي وايي د پاکستان سره بله لار نشته.

د راپورونو ترمخه پاکستان د ۱۹۸۰ د لسيزې راهسې تراوسه پورې ۱۴ ځله ايي اېم اېف ته د قرض دپاره ورغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG