لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو خطرناک طوفان د امریکا ختیځو سمندري برخو ته په نږدې کېدو دی


د بیړنیو حالاتو چارواکو د امریکا د جنوب ختیځو سمندري غاړو په اوږدو کې له میلیونونو اوسېدونکو څخه غوښتي چې د فلورینس په نامه ددغه طوفان له راتګ څخه دمخه دې خپل کارونه بشپړ کړي.

له دغه طوفان سره چې ددې اونۍ په وروستیو کې به امریکا ته ورسېږي ډېره تېزه سیلۍ او دومره زیات بارانونه (ورښتونه) وي چې د ډېرو خلکو ژوند به له ګواښ سره مخامخ کړي.

فلورینس دا مهال په یو ساعت کې ۲۱۵ کیلومټره تېزوالی (سرعت) لري.

امریکايي چارواکو دغه طوفان له حده زیات خطرناک ګڼلی او ویلي یې دي چې ځواک به یې ښايي هغه مهال نور هم زیات شي کله چې د امریکا خاورې ته ورسېږي.

خبر زیاتوي، کله چې دا طوفان د امریکا سمندري غاړو ته ورسېږي نو په شمالي کېرولاینا، جنوبي کېرولاینا او ویرجینیا کې به په شړک شیبو درانه درانه بارانونه وشي.

همدارنګه په دغې توندې زورورې سیلۍ کې به ډېرې ونې وغورځي، د برېښنا (بجلۍ) تارونه به ورسره وشلېږي او کیدای شي د څو اونیو لپاره برېښنا پرې شي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، اداره یې ددغه طوفان په مقابل کې په بشپړه توګه چمتوالی لري که هغه د خوراکي توکو، درملو او یا بلې هر ډول مرستې په برخه کې وي.

تر اوسه پورې تر یو میلیون زیات کسان له شمالي او جنوبي کېرولاینا او د وېرجینیا له جنوبي برخو څخه د یاد طوفان د وېرې له امله تښتېدلي دي.

د شمالي کېرولاینا والي (ګورنر) رايې کوپر هغو اوسېدونکو ته چې له سیمې څخه نه دې وتلي وویل، دا طوفان یوه لویه بلا ده، ډېره ستره او ډېره خطرناکه ده.

څېړونکي وايي، دا طوفان چې زیات به شمالي کېرولاینا ایالت وځپي دومره ځواکمن دی چې په تېرو ۶۰ کالو کې ساری نه لري.

د دغه طوفان پرمهال به په ګڼو نورو سیمو کې سخت سیلابونه هم راووځي.

امریکایانو ددغو طوفان له وېرې له بازارونو څخه دومره خوراکي او د اړتیا وړ توکي رانیولي تېره ورځ (سپټمبر ۱۱) باندې په اکثرو لویو مغازو کې کافي خوراکي توکي او حتی د څښلو کافي بوتلي اوبه هم نه موندل کېدې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG