لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: اسيا کپ کې پاکستان او افغانستان په بدلو ګروپونو کې دي


د کرکټ اسیا کپ چې دوه ورځې وروستو په (۱۵م ستمبر د خالي، شنبې) په ورځ پېليږي د پاکستان او افغانستان لوبډلې په بدلو ګروپونو کې اچول شوي دي.

د ۱۵م ستمبر نه تر ۲۹ ستمبر پورې د اسيا کپ سيالۍ د متحده عرب اماراتو د ابو دوبۍ او دوبۍ په لوبغالو کې ټاکل شوي دي.

په اسيا کپ کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او شپږ واړه ډلې په دوه ګرپونو وېشل شوي دي.

په (ای ګروپ) کې پاکستان، هانګ کانګ او هند لوبډلې او په (بي ګروپ) کې افغانستان، بنګله دېش او سري لنکا لوبډلې شاملې دي.

د اسيا کپ لومړۍ سيالۍ د سري لنکا او بنګله دېش ترمنځ ټاکل شوې ده.

د ګروپ په سياليو کې د پاکستان او افغانستان سيالي نه راځي البته د پاکستان او هند سيالي به په ۱۹ ستمبر په دوبۍ کې وي.

د ګروپونو ترمنځ د سیاليو د پړاؤ وروستو به په دوېمه پړاؤ کې شپږ سيالۍ د ګروپ ای او بي د ګټونکو لوبډلو ترمنځ کيږي او فاينل به په ۲۸م ستمبر په دوبۍ کې وي.

په ۱۹۸۴م کې پېل شوی اسيا کپ هر دوه کاله پس کيږي.

د اسيا کپ لومړۍ اتلولي هند ګټلې او وروستۍ د کال ۲۰۱۶م اتلولي هم د هند لوبډلې ګټلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG