لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د سولې خبرې د امريکايي اډو په سر د ځنډ ښکار دي، رپوټ


په افغانستان کې د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د سولې او سیاسي جوړي خبرې په دغه هېواد کې د امریکايي پوځي اډو په سر د ځنډ ښکار دي، دا خبره په افغانستان کې د طالبانو يو پخواني مشر وحيد مژده کړې ده څوک چې دا وخت هم د طالب مشرانو سره په رابطه کې دی.

د مژده په خبره "امریکا غواړي چې په افغانستان کې دوه پوځي اډې يوه د باګرام او بله د شورابک، د ځان سره وساتي خو طالبان دې ته تیار نه دي" او طالب مشران يواځې دې ته تيار دي چې په افغانستان کې امريکايي سرتيري دې د سفارتي مشن د ساتنې پاره موجود وي او له دې زيات نور څه نه مني.

پوځي اډې د امریکا او طالبانو په نظر

په واشنګټن کې د لوړ پوړو چارواکو سرچینو وي او ای سره په خبرو کې پخلی کړی چې امریکا په افغانستان کې څو پوځي مرکزونو ساتلو ته لومړيتوب ورکوي.

د پېنټاګون پخواني مشاور (ر) کرنل کرسټوفر کولينډا چې روان کال يې په دوحه کې د طالبانو سره غېر رسمي خبرې هم شوي هغه ويلي، طالب وسله وال امریکايي ځواکونه قبضه ګير او له افغانستانه یې ويستل غواړي.

وي او ای سره په خبرو کې هغه ویلي، "دوی (طالبانو) د جګړې لومړی علت دا ښايي چې دلته قبضه شوې ده، او دا دومره اسانه خبره نه ده چې هغوي درسره دا ومني چې امريکايي ځواکونه د افغانستان نه چاپېره ګرځي، او دا د طالبانو خیال دی چې دوی د جګړې د لارې د هغو مخه نيسي".

هغه ويلي، طالبانو په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې دپاره يو څه خوښي څرګنده کړې خو دا په هغه صورت کې چې د خبرو اترو وروستو نوی حکومت جوړ شي او په هغه حکومت کې طالبان هم شامل وي.

کولېنډا د سويلي او منځنۍ اسيا دپاره د امريکايي استازې اېلس ويلز د طالبانو سره د خبرو وروستو کړې ده، دغه ليدنه د جولایۍ په مياشت کې په دوحه کې شوې وه.

د دغو خبرو په اړوند داسې خيال کېدو چې طالبان يواځې د امریکا سره نېغ په نېغه خبرې کول غواړي په ځاي د دې چې د کابل سره يې وکړي ځکه چې دوی د کابل حکومت ګوډاګی ګڼي.

خو بل لور ته اشرف غني په طالبانو د غېرمشروطه خبرو غږ کړی دی.

د طالبانو غوښتنې

مژده زياتوي طالبان غواړي چې بنديان یې ازاد شي.

او رويټرز ويلي طالبانو د خبرو د دوېم پړاؤ دپاره د درې يا څلور کسيزه ډلې تياری کوي.

مژده وايي طالبان درېمه غټه غوښتنه د شريعت يا اسلامي قانون د نافذولو کوي او طالبان د افغانستان موجوده ائين د ۸۰ فيصده نه زیات مني خو خيال کوي چې دا امريکا د ولقې لاندې په افغانستان کې جوړ شوی دی.

خليل الله صافی چې د افغانستان د سولې فعال دی او پګواش کې يې کار هم کړی دی هغه هم وايي چې طالبان د افغانستان زياتره ائين مني.

اوربند

په افغانستان کې د جون په مياشت کې د وړوکي اختر په موقع اوربند د سولې د خبرو هيلې پېدا کړې خو له دغې وروستو په افغانستان کې د تشدد پېښې ډېرې سېوا شوي او طالبانو په غټه کچه په افغان امنیتي ځواکونو بريدونه پېل کړي دي.

صافي وايي په افغانستان کې د تشدد سېوا کېدو يو علت دا هم ؤ چې کله د دوه زرو نه سېوا علماؤ د ځانمرګي بريدونو پرضد فتوه ورکړه او د طالبانو تشدد يې رد کړو، طالبانو د تشدد سېوا کولو د لارې ښکاره کول غوښته چې دغو خبرو د دوی حوصلې نه دي اغېزمنې کړي.

ځينې بيا داسې فکر هم کوي چې طالبان غواړي د امریکا سره د ممکنه خبرو نه وړاندې خپل قوت پياوړی کړي.

په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې

په افغانستان کې د امريکا غټه پوځي اډه د باګرام ده کومه چې د کابل نه ۶۰ کلوميټره شمال ته پرته ده او هر ډول الوتکې پرې کوزېدی شي.

د امریکا کوم لوړ پوړي چارواکي چې د افغانستان سفر کوي د باګرام په اډه کوزيږي. په افغانستان کې د امريکايي ځواک دوېمه پوځي اډه شورابک په هلمند کې ده.

(د وي او ای خبريالې عايشه تنظيم رپورټ)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG