لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کلثوم نواز نن خاورو ته سپارل کيږي


د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشريف د مېرمن کلثوم نواز جسد نن د جمعې په سهار لاهور ته راوړل شوی او ماښام به په جاتي امرا کې خاورو ته وسپارل شي.

کلثوم نواز د نهې، سه شنبې په ورځ په لندن کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلې وه.

د کلثوم نواز د جسد پاکستان ته راوړلو دپاره د نوازشريف ورور شهبازشریف لندن ته تللی او د نوازشريف خپل زامن حسن او حسېن ورسره پاکستان ته نه دي راغلي.

د کلثوم نواز د جنازې وخت پينځه بجې ورکړی شوی دی، د هغې يوه جنازه په لندن کې هم شوې وه.

نوازشريف د هغه لور مريم نواز او د مريم مېړه محمد صفدر ته د جېل څخه د ۱۲ ساعتونو دپاره د وتلو اجازه ورکړی شوې چې هغه د کلثوم نواز په جنازه او فاتحه کې شرکت وکړي.

خو د هغې د جسد پاکستان ته نن رارسېدو له امله د نوازشريف، مريم نواز او صفدر د جېل نه بهر پاتې کېدو وخت د ستمبر د ۱۷م پورې غځول شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG