لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله:پاکستان دپاره سبق دی چې ترهګر دیو هیواد په ګټه هم نه تمامیږي


افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله ویلي دافغانستان اؤ پاکستان په اړیکو کې که هرڅو ننګونې یا چیلنجونه مخې ته دي خو که دواړه هیوادونه په صادقانه ډول په ګډه کار وکړي نو د پېښو چیلنجونو مقابله کولی شي.

برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره پخپله یوه تازه مرکه کې ښاغلي عبدالله ویلي دپاکستان نوي وزیراعظم عمران په واک کې له راتلو وروسته ویلي چې هغه سیمه کې دامن اؤ ثبات غوښتونکی دی اؤ افغانستان دهغه ددې جذبې هرکلی کوي.

اجرائیه رئیس ویلي دپاکستان په ګډون ددې سیمې هر دولت دپاره دا یو سبق دی چې تندلاري اؤ ترهګر د اوږدې مودې دپاره دهیڅ یو هیواد په ګټه نه تمامیږي.

دیوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي عبدالله عبدالله ویلي طالبان دافغان دولت سره خبرې نه کول غواي خو که هغوئ دې ته اماده وي چې د جمهوري عمل برخه جوړه شي نو افغان دولت یې هرکلی کوي

دافغان دولت دغه لوړپوړي مشر پاکستان سره اړیکو کې د ښه والي راوستلو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې دپاکستان د نوي حکومت دبهرنیو چارو وزیر ښاغلی شاه محمود قریشي د هیواد نه دباندې خپل لمړی رسمي سفر سبا (شنبه) کابل ته کوي.

ټاکل شوې ده ښاغلی قریشي به د کابل سفر کي افغان مشرتابه سره سولې او ثبات دپاره د افغانستان او پاکستان د کاري پلان (ای پي ای پي پي اېس) په چوکاټ کې خبرې وکړي.

په افغانستان کې د سياسي او نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي که څه هم په پاکستان کې اصل واک د پوځ سره دی وزيراعظم او ټیم يې ډېر واک نه لري "خو د افغانستان مسله، د پاکستان دريځ او د امریکا سټراټيجي په اوسنیو حالاتو کې تغير شوې ده" او د پاکستان په پوځ کې په خپل زات کې تغير په افغانستان کې خوشبيني زېږولې ده.

دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې د روان کال د پیل څخه زیاتې خړې شوې دي اؤ افغان ولسمشر اشرف غني تور لګوي چې پاکستان په افغانستان نا اعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي چې په پاکستان د تورونو لګولو پرځائ باید افغان دولت دخپل کور د ستونزو هواری پخپله راوباسي.

پاکستان د روانې میاشتې په پیل کې په جلال اباد کې خپله قونصلګري هم تړلې ده اؤ تور یې لګولی چې دننګرهار چارواکي د قونصلګري په امنیتي چارو کې مداخله کوي خو دننګرهار والي بیا دریځ خپل کړی چې جلال اباد کې دپاکستان قونصلګري دافغانانو نه رشوتونه اخلي اؤ سپکاوی یې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG