لاس رسیدونکی لینک

 
 د افغانستان کرکټ لوبډلې په روان کال کې يو شمېر غټې لاس ته راوړنې کړي
تازه خبر

 د افغانستان کرکټ لوبډلې په روان کال کې يو شمېر غټې لاس ته راوړنې کړي


د افغانستان ملي کرکټ لوبډلې روان کال يو شمېر غټې لاس ته راوړنې کړي چې پکې غټه کاميابي د کال ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال کپ سياليو ته وتل ؤ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال کپ د غوراوي په سيالو کې ګته ترلاسه کړې او د ۲۰۱۹ نړیوال کپ ته د لومړي ټیم په توګه وتلې ده.

روان کال د افغانستان ستوري سپېنر لوبغاړي راشد خان يو شمېر لاس ته راوړنې کړي چې پکې نوموړي د هند پريمئيرليګ کې ځلېدلی دی.

او روان کال نوموړي د کرکټ په نړۍ کې په کمو لوبو کې د ۱۰۰ وکټو ترلاسه کولو ریکارډ په خپل نوم کړی دی.

راشد خان په ۴۴ یوه ورځني لوبو کې ۱۰۰ وکټې ترلاسه کړي دي.

​د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې ځوان اسپېنر بالر مجيب الرحمان ځدران د فرورۍ په مياشت کې د پاکستان د پخواني تېز بالر وقاريونس د پينځه لوبغاړو سوځولو ۲۸ کلن ريکارډ هم په خپل نوم کړی ؤ.

افغان لوبډلې د روان کال په سر کې په متحده عرب اماراتو کې زمبابوی ته په شل اووريزو او يو ورځني سيريز کې ماتې ورکړې وه.

د جون په میاشت کې افغان لوبډلې په هند کې د بنګله دېش نه د شل اووريزو سیاليو سيريز ګټلی ؤ.

افغان لوبډلې د اګست په میاشت کې په اېرلېنډ کې کوربه اېرلېنډ ته د شل اووریزو او يو ورځنو سيريزونو کې ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډلې روان کال د ټېسټ کرکټ سيالۍ کوونکي هېواد درجه ترلاسه کړې او په جون کې يې د هند سره خپله لومړۍ نړيواله ټېسټ سيالي هم کړې وه.

يادې لوبډلې تېره شپه د ایشيا کپ په سياليو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سري لنکا لوبډلې ته په ۹۱ رنزونو ماتې ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG