لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي او جنوبي کوریا دریمه رسمي سرمشریزه پېل شوه


د شمالي او جنوبي کوریا رهبران په پیانګ یانک کې یو حکومتي (سرکاري) میلمستون ته د رسېدو په حال کې
د شمالي او جنوبي کوریا رهبران په پیانګ یانک کې یو حکومتي (سرکاري) میلمستون ته د رسېدو په حال کې

د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو په پیانګ یانګ کې د خپلو درې ورځنیو خبرو لومړنۍ ورځ پیل کړه.

ددغو خبرو موخه دا ده چې د بې وسلې کېدو په مسله په خپلو کې یوې موافقې ته سره ورسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي.

د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون او د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې اېن خپل مذاکرات د شمالي کوریا د واکمن کاګر کوند په مرکز کې پیل کړیدي.

کېم د خپلو خبرو په پیل کې ولسمشر مون ددې له امله وستایه چې د هغه او د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ترمنځ یې په سینګاپور کې په تېر جون میاشت کې یوې سرمشریزې ته لاره هواره کړې وه.

د خبري راپورونو له مخې له دغې سرمشریزې سره د سیمې سیاسي حالات د ثبات خواته ولاړل.

ټرمپ او کېم د سینګاپور په سرمشریزه کې په خپلو کې داسې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې شمالی کوریا خپل اټومي پروګرام له منځه یوسي.

خو دواړه لوري د شمالي کوریا لخوا د اټومي او د میزایلو د سیستم د ختمولو په بهیر کې د ځنډ له امله ځینې اختلافات هم لري چې له امله یې ولسمشر ټرمپ په تېره میاشت کې شمالي کوریا ته د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو سفر هم وځنډوه.

د نهې یا سې شنبې د ورځې خبرې یواځې څو ساعته وروسته له هاغې وشوې کله چې کېم جان اون او د هغه مېرمنه شمالي کوریا ته ورسېدل.

دواړو مشرانو له یو او بل سره په ورین تندي روغبړ وکړ، د ولسمشر مون تور هرکلی وشو او د دواړو هېوادونو یوځای شوي بیرغونه پورته شوي وو.

کېم او مون ښايي د خپلو خبرو په پای کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو ګډ بیان هم خپور کړي او مون به بیا یوه ورځ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

ددې اونۍ سرمشریزه د دواړو رهبرانو ترمنځ په روان کال کې دریمه سرمشریزه ده.

له ولسمشر مون سره په دې سفر کې تر ۵۰ زیات حکومتي چارواکي، سیاستوال، سوداګر او یو شمېر نور استازي هم ملګري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG