لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په کلاسیف الله کې د وروستیو هدفي بریدونو په ضد احتجاجي پرلت روان دی


واشنګټن ـــ د بلوچستان په کلاسیف الله کې د لېویز رسالدار محمد افضل او دوو نورو لېویز پولیسو د وژنې په ضد له تېرې شپې راهیسې په دې ښار کې احتجاج روان دی چې د کلاسیف الله په شمول د شاوخوا سیمو خلکو هم پکې ګډون کړی دی.

په پاکستاني رسنیو کې د دې احتجاج په اړه هیڅ نه لیدل کېږي خو پر ټولنیزو رسنیو لیدل کېږي چې په احتجاجي خېمه کې سلګونه کسان را غونډ دي او پخپلو ویناوو کې له حکومته غواړي چې په وروستیو هدفي وژنو کې لاس لرونکي وسلوال دې ونیسي.

احتجاج ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالې پېغلې وړانګې لوڼۍ وویل، په کلاسیف الله غوندې پرامنه سیمه کې وروستي هدفي بریدونه دا څرګندوي چې د سوات او وزیرستان غوندې ترهګري د بلوچستان پښتني سیمو ته ور لېږدول کېږي:

"په کلاسیف الله کې په سپینه ورځ په دومره زړورتیا وسلوال راغلل، چې پر مخ یې نقاب هم نه وو لېویز رسالدار او لېویز عسکر یې و وژل، دلته داسې پېښې پخوا نه وې شوې. که په وزیرستان کې څوک ویشتل شوي وو، که په کوټه یا د پښتونخوا په نورو سیمو کې داسې څوک ویشتل شوي وو دا ظاهروي چې د پښتنو نسل کشي کېږي".

د کلاسیف الله اوسېدونکي د پښتون تحفظ موومنټ ځوان مشر خان زمان کاکړ پخپله وینا کې وویل، تر څو چې حکومت د وروستیو پېښو وسلوال ونه نیول شي دوی به خپل احتجاج ختم نه کړي. خان زمان کاکړ پر لېویز پولیسو د وروستیو بریدونو هدف داسې په ګوته کړ:

"پر لېویزو ولې یرغل وسو؟ صرف او صرف د دې تاثر د پیدا کولو لپاره وسو چې ګواکې سیول انتظامیه ناکامه سوه او خپل ځان نه سي بچاوولای او د دې ښار کنټرول باید ایف سي [ملېشه ځواک] ته وسپارل سي او دغه ځایي لېویز له منځه وباسي او هر ځای د ایف سي چیک پوسټونه جوړ کړي".

د احتجاج ویناوالو په پښین او کلاسیف الله کې د وروستیو هدفي بریدونو پړه د پاکستان پر حکومت او د ریاست پر ادارو ور واچوله، ځکه چې وایي دوی خلکو ته په امنیت ورکولو کې ناکامه شوي دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځایي مشر دارا خان جوګیزي پخپله وینا کې وویل:

"دا حالات خراب دي او نور یې در خرابوي، مقابله به یې کوو. ادارو ته ورځو، ډي پي او [د پولیسو ځایي مشر] او ډپټي کمیشنر ته ورځو، صوبایي چارواکو ته ځو، موږ ته تحفظ راکول د ریاستي ادارو کار دی خو دوی په دې کې ناکامه دي".

د کلاسیف الله د تاجرانو تنظیم او د سیاسي ګوندونو اتحاد په ګډه سبا د شورو- چارشنبې په ورځ په ښار کې د وروستیو پېښو په ضد کاربندیز، پهیه جام هړتال او احتجاج اعلان کړی دی.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال د کلاسیف الله وروستۍ پېښې غندلې دي، خو ځایي سرکاري چارواکو تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.

د یادونې وړ ده چې د پښین او کلاسیف الله په وروستیو درو هدفي بریدونو کې د لېویزو د یوه رسالدار په شمول شپږ تنه وژل شوي او درې نور پکې ټپیان شوي دي، چې ذمه واري یې د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG