د پاکستان د ملي کرکټ لوبډلې پخواني مشر او ستوري لوبغاړي شاهد افريدي ويلي " د افغانستان کرکټ لوبډلې په لږه موده کې ډېر پرمختګ کړی دی".
نوموړي افريدي د افغان لوبډلې د لوبې په ليدو د خوښۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي افغان لوبډلې په لږه موده کې ډېر پرمختګ کړی دی.
افريدي د افغان لوبډلې د ستاينې تويټ په داسې حال کې کړی چې د يادې لوبډلې د ايشيا کپ په سياليو کې د بنګله دېش د لوبډلې سره سيالي روانه وه.
افغان لوبډلې په دغه سيالۍ کې بنګله دېش ته په ۱۳۶ رنزونو ماتې ورکړې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) هم د افغان لوبډلې لوبه ستايلې ده.
اد افغان لوبډلې چې لا ډېره موده نه کيږي يواځې روان کال يې ډېرې کاميابۍ ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روان کال د نړیوال کپ د غوراوي په سيالو کې ګته ترلاسه کړې او د ۲۰۱۹ نړیوال کپ ته د لومړي ټیم په توګه وتلې ده.
هم په دې کال کې د افغانستان ستوري سپېنر لوبغاړي راشد خان يو شمېر لاس ته راوړنې کړي چې پکې نوموړي د هند پريمئيرليګ کې ځلېدلی دی.
افغان لوبډلې د روان کال په سر کې په متحده عرب اماراتو کې زمبابوی ته په شل اووريزو او يو ورځني سيريز کې ماتې ورکړې وه.
د جون په میاشت کې افغان لوبډلې په هند کې د بنګله دېش نه د شل اووريزو سیاليو سيريز ګټلی ؤ.
يادې لوبډلې د اګست په میاشت کې په اېرلېنډ کې کوربه اېرلېنډ ته د شل اووریزو او يو ورځنو سيريزونو کې ماتې ورکړې وه.
افغان لوبډلې روان کال د ټېسټ کرکټ سيالۍ کوونکي هېواد درجه ترلاسه کړې او په جون کې يې د هند سره خپله لومړۍ نړيواله ټېسټ سيالي هم کړې وه.