لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا دهند اؤ پاکستان ترمینځ دخبرو پیل کولو هرکلی کړی


امریکا دپاکستان اؤ هند د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمینځ دخبرو اترو پیل کولو دپرېکړې هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دې سره به دواړو هیوادونو ته خپلو کې د کښیناستو اؤ دخبرو موقعه په لاس ورشي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره ورځ خپل هندي سیال نریندر مودي ته یو لیک کې ویلي وؤ چې د دواړو هیوادونو ترمینځ دمزاکراتو لړۍ بیا پیل کول پکار دي اؤ‌ ددې پیل باید دخارجه وزیرانو په کچ دخبرو اترو څخه وشي.

هند دپاکستان دغه وړاندیز منلی اؤ ټاکل شوې اوس به په ۲۷م ستمبر نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دغونډې پر مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دخپلې هندي سیالې سشما سوراج سره لیدنه کوي.

دامریکا دبهرنیو چارو دمحکمې ویاندې هیدر نوریټ تیره ورځ خبریالانو ته ویلي امریکا د دپاکستان اؤ هند د وزیراعظمانو ترمینځ دمثبتو پيغامونو څخه خبر ده اؤ‌ هیله لري چې دې سره به د دواړو هیوادونو ښو اؤ پیاوړو اړیکو ټېنګیدو ته لاره هواره شي.

دپاکستان نوي وزیراعظم عمران خان تیره ورځ دهند وزیراعظم نریندر مودي ته پخپل استولي لیک کې دا هم ویلي وؤ چې پاکستان اماده دی هند سره د ترهګرۍ په اړوند خبرې اترې وکړي.

دپاکستان اؤ هند تر مینځ د کشمیر پسر د زمانو راهسې شخړه راروانه ده اؤ دواړو هیوادونو څو کرته خپلو کې جنګونه هم کړي دي خو په ۲۵م جولایي ټولټاکنو کې دبریالیتوب ترلاسه کولو وروسته عمران خان پخپله وینا کې ویلي وؤ چې د اړیکو ښو کولو دپاره که هند یو ګام اخلي نو پاکستان به دوه ګامه ور وړاندې کیږي

تیره اوونۍ د هند د دفاع وزیرې نرملا سيتارمن ټائمز اف انډيا سره په یوه مرکه کې ويلي وؤ که عمران خان د هند سره خبرې د نوي سره کول غواړي نو د ترهګرو پرضد به عمليات کوي، او د پاکستان د نوي حکومت د راتګ سره هم په پوله د اوربند سرغړونه کیږي.

XS
SM
MD
LG