لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې د پوليو د ساتونکو د مشر د وژنې باجود کمپاين روان دی


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې د ګل، دوشنبې په ورځ د پوليو د ساتونکو ليويز ځواک يو مشر په وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ، خو د دغه پېښې وروسته هم په علاقه کې کمپاين دوامداره ساتل شوی دی.

د باجوړ ضلعې انتظامیې وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل پرون د ترهګرۍ په پېښه کې مرستيال صوبېدار سرفراز وژل شوی خو د پوليو کمپاين ودورل شوی نه دی.

د ځايي خلکو په وېنا د پرونۍ پېښې نه وروستو په علاقه کې ويره خوره شوې ده.

د چارواکو په وېنا د سرفراز د وژنې وروسته په علاقه کې د پرون راهسې د لټون عمليات دوام لري او د لسو پورې مشکوک کسان هم نيول شوي دي.

د پېښې زمه واري هم تراوسه چا نه ده منلې.

په باجوړ کې پرون د واړه ماموندو په بدان کوټ کې د ليويز ځواک افسر هغه وخت په ډزو وژل شوی چې هغه خپل امنيتي سرتيري د پوليو ټيمونو سره په ډيوټۍ کړي او هغه ترې بيرته روان ؤ.

د سرکاري شمېرو ترمخه قبايلي ضلعې چې په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډې شوي په دغه پخوانۍ (فاټا) علاقه کې په تېر دوه کاله موده کې د پوليو يوه پېښه هم نه ده ثبت شوې.

چارواکي وايي د پوليو د پېښې مخې نه راتلل ښايي چې د سيمې هر ځای ته د پوليو ټيمونه رسېدلي ماشومانو ته يې څاڅکي ورکړي او ميندې پلاران هم د پوليو د کارمندانو سره مرسته کوي.

چارواکي وايي دا وخت داسې کومه علاقه نشته چې هلته د پوليو ټيم نه شي رسېدلی.

پاکستان کې پرون د ګل، دوشنبې د ورځې راهسې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل شوی چې په ځينو ځايونو کې درې او په ځينو کې به د اووه ورځو پورې روان وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG