د اېشیا کپ کرکټ سیاليو په برخه کې نن د هند او افغانستان تر منځ لوبه روانه ده، چې افغان لوبغاړي محمد شهزاد پکې لومړنۍ سېنچري ووهله.
د شهزاد په سېنچرۍ کې ۱۰ چوکې او ۶ چکې شاملې دي.
په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې د پاتې کېدو لپاره دا یوه مهمه لوبه ده.
تر دې مهاله په ۳۰ اوورونو کې د افغانستان ۵ لوبغاړي سوځېدلي دي.
له بنګله دېش سره په تېره لوبه کې د محمد شهزاد پر کارکردګۍ پر ټولنیزو رسنیو زیاتې نیوکې کېدې، خو نننۍ لوبه یې ستایل کېږي.